ملګري ملتونه: په روان میلادي کال کې ۳۰زره افغانان بې کوره شوي دي

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وایي د روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې تر ۳۰ زرو ډېر وګړي د جګړو له امله بې ځایه شوي دي. یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې یواځې په تېره اوونۍ کې په ټول افغانستان کې د جګړو له امله لږ تر لږه ۲۰ زره کسان بې کوره شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د کندها ر په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز د وسله‌ والو د برید له امله په لسګونو خلکو خپل کورونه پرې ایښي او نسبتاً امن ځاینونو ته کډه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره په دې باور ده چې جګړې او نا امني د افغانستان د خلکو د بې‌ ځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.