هند او پاکستان د افغان اوربند هرکلی او ملاتړ کړی دی

پاکستان او هندوستان د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان د هرکلي تر څنګ ملاتړ هم ترى وکړ. د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د ولسمشر غني د هغې پرېکړه ستاينه وکړه، چې له وسله والو طالبانو سره يې د اوربند اعلان کړى دى. مودي دغه څرګندونې نن د چين په چينګداو ښار کې د شانګهاى همکاريو سازمان سرمشريزې غونډې ته په خپلې وينا کې وکړې. نوموړي دغه اقدام د افغانستان د تلپاتې سولې او پخلاينې لپاره مهم وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د شخړې ټولې خواوې ورته درناوى ولري. د پاکستان ولسمشر ممنون حسين هم يادې غونډې ته په خپله وينا کې د اوربند په اړه دافغان ولسمشر او وسله والو طالبانو د پرېکړو ملاتړ او ستاينه وکړه. هغه زياته کړه، په افغانستان کې سولې او ثبات د ټولو هيله ده او پاکستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى. نوموړي وړانديز وکړ چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد د مبارزې لپاره بايد د شانګهاى سازمان له خوا يوه پرمختيايي صندوق جوړ شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.