د شانګهای د همکاريو سازمان غړو هېوادونو د افغانستان پر سولې او ثبات ټينګار وکړ

ولسمشر محمداشرف غني د شانګهای د همکاريو سازمان په اتلسمه سرمشريزه کې د وينا پر مهال د سيمې له هېوادونو وغوښتل چې د سولې او ثبات لپاره له افغانستان ملاتړ وکړي.
غني وويل، د افغانستان ثبات د ټولې سيمې له ثبات سره مرسته کوي، له همدې کبله اړتيا ده چې ټول په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټينګېدو سره مرسته وکړي.
نوموړي د سیمې له هېوادونو ایران، هند، چین، ازبکستان، تاجکستان، قرغيزستان او ترکمنستان څخه مننه وکړه چې تل یې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده. ولسمشر وویل، افغان حکومت غواړي چې افغانستان د سیمې د هېوادونو د اتصال په محور بدل شي، چې په وينا يې د سیمې هېوادونه دې موخې ته په رسېدو کې له افغانانو سره ډېره مرسته کولی شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له وسله والو طالبانو سره د سیاسي مذاکراتو له لارې د سولې خبرو ته تیار دی او په وینا یې ټوله هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.
ولسمشر غني همدا راز د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي او د سترو پروژو د پلي کولو له لارې په سيمه کې اقتصادي پرمختګ ته زمينه برابره کړي.
بلخوا د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د شانګهای د همکاريو سازمان اتلسمې سرمشريزې ته په وينا کې وویل چې سیمه د ترهګرۍ له جدي ګواښ ځورېږي او ټولو ته په کار ده چې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي.
مودي ټينګار وکړ چې هند او افغانستان دواړه د پاکستان له لاسوهنو ځورېږي او دغه هېواد په سیمه کې ستونزې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه چې ولسمشر غني د سولې ګامونه اوچت کړي او ټولو ته په کار ده چې د هغه د اقداماتو درناوی او د سولې له طرحې یې ملاتړ وکړي.
د هند لومړي وزير وويل، د سیمې هېوادونه دې د ثبات په راوستو او د ترهګرۍ په ختمولو کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او په دې توګه دې دایمي پرمختګ او ودې ته زمینه برابره کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم ويلي چې افغانستان د سيمې د هېوادونو ځانګړې همکارۍ ته اړتيا لري.
پوتين د شانګهای د همکاريو سازمان سرمشريزه ته په وينا کې وويل، په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د دې سبب شوي چې د سیمې هېوادونه بايد د دغه هېواد وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
پوتين ژمنه وکړه چې مسکو به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان دولت ملاتړ کوي.
د پوتين په خبره چې افغانستان له نړيوالې ترهګرۍ سره جګړه کوي او اړتيا ده چې د سيمې هېوادونه يې په دې جګړه کې ملتيا وکړي.
ولسمشر محمداشرف غني وړمه ورځ د شانګهای د همکاريو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره چين ته تللی او هلته يې د سيمې د ځينو هېوادونو له مشرانو سره ځانګړې ناستې هم کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر غني د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره پر يو لړ دوه اړخيزو موضوعاتو بحث کړی او ايراني لوري د افغانستان د سولې په تړاو د حکومت له هر راز اقدامه ملاتړ کړی دی.
ولسمشر د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيايوف سره هم کتلي دي.
میرضیایف د افغانستان د سولې لپاره د هر ډول اقدماتو او مذاکراتو ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې ازبکستان به نور هېوادونه هم وهڅوي چې له دې پروسې ملاتړ وکړي.
د شانګهای د همکاريو سازمان په ۲۰۰۰ کال کې رامنځته شوی او افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې د دغه سازمان د څارونکي غړي په توګه منل شوی دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.