په کابل او جلال اباد کې ځانمرګو بريدونو بيا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د کلیو او پراختیا وزارت په دروازه کې يوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۲تنه شهيدان او ۳۱ نور ټپيان کړل.
دغه بريد پرون ماسپښين وشو چې پړه يې داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.
د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي تر پېښې وروسته رسنيو ته وويل چې په بريد کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح بيا وایي چې په بريد کې ۱۲تنه شهيدان شوي او ۳۱ نور ټپيان دي. په وژل شويو کې مېرمنې هم شاملې دي.
د کليو او پراختيا وزارت په دروازه کې دغه بريد هغه مهال وشو چې د وزارت کارکوونکي له دندو کورونو ته ستنېدل.
د يوه بل خبر له مخې، د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمې په يوه کور کې هم چاودنه شوې چې له کبله يې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي، چې په چاودنه کې کور په بشپړه توګه له منځه تللی دی. په دې اړه ډېر جزئيات نه دي خپاره شوي.
په ورته مهال د ننګرهار د پوهنې ریاست پر ودانۍ هم څلورو ځانمرګو بریدګرو ډله ییز برید کړی و، چې له کبله يې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي، برید پرون سهار د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې شوی دی.
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي خبریالانو ته وویل، بریدګر درې تنه وو چې ټول په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو.
نوموړي وویل چې يوه ځانمرګي د پوهنې ریاست د ودانۍ په دروازه کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
هغه وویل د برید په ځای کې د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
هغه زياتوي چې په پېښه کې يو پوليس وژل شوی او ۱۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د دغه بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو طالبانو پکې لاس لرل رد کړي دي. داعش وړاندې په ننګرهار کې د نجونو پر ښوونځيو د بريدونو خبر ورکړی و.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.