په هلمند کې د ملي اردو ۲۱۷ منسوبين د فساد او ناغېړۍ له امله له دندو ګوښه شوي دي

په هلمند کې د ميوند قول اردو قوماندان وايي چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.
د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي پرون په لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پرمهال چې د پوليسو او اردو په ليکو کې يو شمېر کسان د پيسو او واسطو پر زور په دندو ګومارل کېدل چې له امله يې امنيتي وضعيت خراب شوى و.
خو احمدزي زياته کړه: «اوس موږ خپل مشکلات درک کړي او پر وړاندې يې جدي مبارزه کوو».
د ميوند قول اردو قوماندان زياته کړه چې ٢١٧ تنه افسران، ساتنمنان، سربازان او نور مامورين يې د اداري فساد او وظيفوي غفلت له امله له دندو ګوښه کړي او عدليي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
ولي محمد احمدزي وويل: «ما د پوليسو له مشرانو هم غوښتي چې په زور او واسطو مقرر شوي کسان لرې کړي، ځکه دغه کار د امنيت د ټينګښت لپاره ډېر مهم دى او په دې مسئلې مې ولسمشر هم خبر کړى او هغه د پوره ملاتړ ژمنه را سره کړې ده».
احمدزي وويل چې د حکومت له پلان سره سم به د اوربند په ورځو کې له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت غوره کوي.
د ميوند قول اردو قوماندان وايي چې په دې وروستيو کې د لښکرګاه تر څنګ په ځينو نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله امنيتي وضعيت ښه شوى دى.
پژواک خبري اژانس د نوموړي له قوله ويلي: «پخوا د امکاناتو د نشتون له امله ځينې سرتېري له وسلو پرته تښتېدلي، خو اوس دغه ستونزه حل شوې موږ قوي قرارګاوې او پوستې لرو، نو ځکه سرتېري اوس تېښته نه کوي».
ده زياته کړې چې د طالبانو او نشه يي توکو د قاچاقبرو د فعاليتونو مخه يې هم نيولې چې له امله يې په دغه ولايت کې امنيت ښه شوى دى.
د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.