په ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې هغه مرکزونه نه تړل کېږي چې ناوخته پرانيستل شوي دي

په داسې حال کې چې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د رايه ورکوونکو د نوملیکنې بهير پر پڅوالي او په دې پروسه کې د خلکو پر کمرنګي ګډون نيوکه کوی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې نن به په ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې مرکزونه وتړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون غړی سید حفیظ‌الله هاشمي وايي، د رايه ورکوونکو د نومليکنې د بهير له پيله بيا تر دې مهاله په ټول هېواد کې نږدې شپږو ميليونو کسانو نومليکنه کړې ده.
هاشمي وايي، که څه هم له کمېسيونه د رايه ورکوونکو د نومليکنې د بهير د بيا تمديد غوښتنې کېږي، خو دی وايي چې که دغه بهير تمديد شي نو د ټاکنو پر مهالوېش به ناوړه اغېز وکړي: «لومړی او دويم پړاو د جوزا په ۲۲مه رسماً ختمېږي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون‌ یې د بیا تمدید په اړه څه پرېکړه نه‌ ده کړې، خو تر څنګ‌ يې په ولسوالیو او کلیو کې درېیم پړاو د شنبې په ورځ پیل شوی چې د سرطان د میاشتې تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي».
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري په ۲۵ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره د رايه ورکوونکو د نومليکنې بهير پيل کړی دی. که څه هم ټاکل شوې وه چې دغه بهير به په يوه مياشت کې بشپړ شي، خو د نومليکنې په پروسه کې د خلکو د پيکه ګډون له کبله کمېسيون دا موده يوه مياشت نوره هم وغځوله.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رايه ورکوونکو د نومليکنې لپاره په لومړي، دويم او درېیم پړاو کې ټولټال ۷۳۵۰ مرکزونه پلان کړي وو چې له ډلې يې ۱۴۴۸ مرکزونه د ناامنيو له کبله تړلي پاتې شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې په ولسواليو او بانډو کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې بهير روان دی او تمه لري چې د رايه ورکوونکو په شمېر کې هم زياتوالی راشي.
پّه ورته مهال د ټاکنو څارونکي بنسټونه د رايه ورکوونکو د نومليکنې بهير له ستونزو ډک بولي او وايي چې په ټاکنو کې د کم شمېر خلکو ګډون به دا ملي پروسه وننګوي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايوي رييس یوسف رشید وايي: «کمېسیون ته په کار ده چې په دې اړه یو اساسي فکر وکړي، ځکه چې مهالوېش په ټوله معنی په ټول افغانستان کې نه ‌دی پلی شوی، ځکه په ځينو ځایونو کې دا بهیر ناوخته پیل شوی، ځینو مرکزونو ته مواد ناوخته ورسېدل او په ځینو ځایونو کې جګړې وې، تر دې چې د غزني په شان ولایت کې دا لړۍ لا بېخي پیل شوې نه ‌ده».
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ‌ الله هاشمي بیا وايي، هغه مرکزونه چې د ځينو ننګونو یا ټاکنيزو موادو د نه رسېدو له امله تړل شوي وو، نه تړل کېږي او د رايه ورکوونکو د نومليکنې بهير به پکې دوام وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.