بې اجنډا ولسي جرګې پرون بيا خپله عمومي غونډه لغوه کړې وه

په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راهيسې په هېواد کې د بېلابېلو مسايلو په تړاو تاوده بحثونه کېږي، ولسي جرګه اجنډا نه لري او پرونۍ عمومي غونډه يې له همدې کبله ونه شوه.
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست پرون د ملي شورا په ودانۍ کې رسنيو ته ويلي: «په داسې حال کې چې خلک د اوښکو پر ځای وينې ژاړي، ۱۶ ميليونه افغانان د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي، خو وکيلان او سياستوال د ملت پر وړاندې د مسووليت احساس نه کوي. د جرګې عمومي غونډه د اجنډا د نشتوالي له کبله لغوه شوې ده».
د جرګې يوه بل غړي، فکوري بهشتي هم د جرګې پر اداري پلاوي تور پورې کړی چې مسوولانه چلند نه کوي.
ده ويلي چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي د بې مسووليتۍ له کبله وخت ناوخته د اجنډا د نشتوالي په پلمه د جرګې غونډې لغوه کېږي.
په ورته مهال د ولسي جرګې ځينې نور غړي بيا وايي چې د جرګې د کمېسيونونو د پرېکړې پر بنسټ عمومي غونډه لغوه شوې او پتېيل شوې چې د عمومي غونډې پر ځای په کمېسيونونو کې پر ځينو موضوعاتو کار وشي.
د ولسي جرګې غړی عبدالودود پيمان وايي، ښايي هغه مسايل چې د کمېسيونونو په غونډو کې تر بحث لاندې نيول کېږي، د هغو مسايلو په پرتله چې په عمومي غونډه کې پرې بحث کېږي، ډېر مهم وي.
له دې ټولو سره سره، دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې عمومي غونډه د اجنډا د نشتوالي په سبب لغوه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه عمل تکرار شوی دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.