حامد کرزی: که افغانان وغواړي، چمتو يم چې بيا واک ته را وګرځم

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، که خلک او سياسيون ترې وغواړي نو چمتو دی چې يو ځل بيا په افغانستان کې واک ته را وګرځي.
کرزي، چې تازه يې له المانۍ شپېګل انلاين مجلې سره مرکه کړې، په افغانستان کې د روانې لانجې د هواري پر سياسي حل هم ټينګار کړی دی.
نوموړي ويلي چې افغانان یوه نوي توافق ته اړتیا لري، ځکه په وينا يې چې د ده د حکومت په کلونو کې لويديځ هېوادونه، روسیه، چین، سعودي عربستان او ایران ټول د افغانستان همکاران وو، خو اوس دا ټول هېوادونه د یوه او بل په رقیبانو بدل شوي دي.
کرزي ويلي، دغه رقيبان هڅه کوي چې يو بل ته په افغانستان کې ضربه ورکړي او په دې توګه به افغانستان د پرديو د نيابتي جګړو پر ډګر بدل شي.
پخواني ولسمشر ويلي، امریکا په دې ښه پوهېږي چې د طالبانو خوندي پټنځایونه په پاکستان کې دي، خو بيا هم د دې پر ځای چې د يادو مرکزونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي، د پاکستان پوځ ته ميلياردونه ډالره مرستې ورکوي.
د کرزي په باور، واشنګټن له داسې چا ملاتړ کوي چې د دوی خپل پوځيان، افغان سرتېري او ملکي افغانان وژني.
کرزي شپېګل مجلې ته له امريکا سره د خپلو مخالفتونو د دليل په اړه ويلي، له امریکا سره يې شخړې د روانې جګړې د څرنګتیا پر سر دي او که د ټرمپ په مشرۍ حکومت په افغانستان کې خپلې تګلارې بدلې کړي، نو دواړه ښه متحدان جوړېدای شي.
کرزي د ۲۰۱۹ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي رد کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان اساسي قانون د دغه کار اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون په ۶۲ مه ماده کې را‎ځي چې هېڅوک په افغانستان کې له دوو دورو ډېر د ولسمشر په توګه نه شي ټاکل کېدای. په حکم کې زياتېږي: «دغه شرایط د ولسمشر د مرستيالانو په برخه کې هم تطبيقېږي».
شپېګل د ځينو حقوقپوهانو له قوله کرزي ته ويلي چې د ولسمشرۍ لپاره د اساسي قانون محدوديت تر دوو دورو وروسته د يوې بلې دورې په تېرېدو سره رفع کېږي او يو کس کولی شي چې د درېيم ځل لپاره هم ځان کانديد کړي.
کرزي په ځواب کې ويلي چې که بله هېڅ چاره نه وي او د هېواد سياسيون ترې وغواړي چې بيا واک ته را وګرځي، نو دی به له خدمته مخ ونه ګرځوي.
حامد کرزي له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کال پورې د څلورو مختلفو دورو لپاره پر افغانستان واکمني وچلوله او په ۲۰۱۴ کال کې يې تر ټاکنو وروسته د لومړني ولسمشر په توګه د حکومت واګې په سوله ييز ډول نوي ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني ته وسپارلې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.