اجرائيه رييس: د وزارتونو په چارو کې د سلاکارانو لاسوهنې د زغملو نه دي

اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وايي، له هغو وزیرانو سره سلیقوي چلند د زغملو وړ نه دی، چې د ولسي جرګې له لوري يې د باور رايه اخيستې وې.
عبدالله چې پرون یې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا کوله، پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي وویل، په حکومتي بنسټونو کې د سلاکارانو نفوذ باید د ادارو د کمزوري کولو او د وزیرانو په کارونو کې د خنډ لامل نه شي.
که څه هم عبدالله په څرګند ډول د کوم وزارت په چارو کې د سلاکارانو له خوا د خنډونو د رامنځته کېدو په تړاو څه ونه ویل، خو په ظاهره یې اشاره د ولسمشر غني له خوا د اوبو او بریښنا د وزیر ګوښه کېدو ته وه.
اجرائيه رييس وويل: «که د یو محترم سلاکار صاحب د سلیقې پر بنسټ د یوې وزارتخانې په چارو کې خنډ رامنځ ته کېږي، دا باید و نه زغمل شي او موږ مسوولیت لرو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړو».
عبدالله زیاته کړه چې د وزیرانو تقرر او منفکي د افغانستان په اساسي قانون او د ملي یووالی حکومت په سیاسي هوکړه لیک کې صراحت لري، خو په دې برخه کې هر ډول تصمیم باید د اشخاصو د پت او عزت په خوندي ساتلو سره ونیول شي.
اجرائيه ريیس عبدالله دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې ولسمشر محمداشرف غني د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ؛ خو عبدالله یې مخالفت وکړ او ويې ویل چې عثماني به خپل کار ته دوام ورکوي.
عبدالله ويلي وو چې د عثماني د کاري برخلیک په اړه به له چین څخه د ولسمشر غني له راتګ وروسته او د ملي یووالي حکومت له روحیې سره سم تصمیم ونیول شي.
په همدې حال کې، وړمه ورځ د اوبو او برېښنا ګوښه شوي وزیر علي ‌احمد عثماني په کابل کې له یو بهرني شرکت سره د ۱۳ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا د یوې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د حقوقي چارو ځینې کارپوهان د عثماني دغه اقدام د ولسمشر غني له فرمان څخه سرغړونه ګڼي او وايي، چې د برېښنا لاسلیک شوی تړون قانوني بنسټ نه لري او له حقوقي پلوه بې‌ اعتباره دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.