حامد کرزی: روانه جګړه پردۍ ده، اوربند دې وغځول شي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې د اوربند د غځېدو غوښتونکی شو. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره سپوږمۍ راډیو ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د پردیو تحمیلي جګړه روانه ده. نوموړي ویلي چې دلته روانه جګړه پردۍ ده، د پردیو د ګټو لپاره ده، خو قربانیان یې افغانان دي او ددې جګړې درنه بیه افغانان پرې کوي. نوموړي له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې د اوربند د غځولو هڅه وکړي او په دې توګه د روانې پردۍ خونړۍ جګړې د دایمي حل لپاره د سولې خبرې پیل کړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دلته روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او نظامي تګلارې دا جګړه لا اوږدوي. ښاغلي کرزي ویلي، چې څو ورځنی اوربند د ولس له تاوده هر کلي سره مخ شوی دی، نو د سولې لپاره د ولس تندې ته په کتو باید د جګړې ښکېلې خواوې اوربند وغځوي او له جګړو لاس واخلي. هغه په همدې خبرپاڼه کې ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دا اختر د سولې، ورورلۍ او ابادۍ اختر وي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.