لویه څارنوالي: په ټاکنو کې د جعل او درغلیو قضیې په جدي توګه څېړل کېږي

هغه کسان چې په ټاکنو کې ددرغلۍ هڅې کوي د قانون منګولو ته سپارل کېږي. د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن دی او هغه کسان چې ددغه ملي پروسې د بدنامولو، خرابولو او یا درغلۍ هڅه وکړي د قانون منګولو ته سپارل کېږي او سخته جزا ورکول کېږي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې ددوی کارونه له همدې اوس پیل شوي دي او ګڼې داسې دوسیې ورته رسېدلې، چې په ټاکنو کې ددرغلیو او لاسوهنو د تورنو په اړه دي. نوموړي ویلي دوی دغه دوسیې په دقیقه توګه څېړي او وروسته یې پایلې له ولس سره شریکوي. هغه زیاته کړې، ګڼ داسې کسان یې نیولې چې پېژندپاڼې یې پلورلې، یا یې په ټاکنو کې په نورو بڼو لاسوهنې کولې. هغه زیاته کړې د ټاکنو په پروسه کې به ټولې هغه پېژندپاڼې او سټيکرونه څېړل کېږي چې احتمالي نوماندان یې د ټاکنو کمیسیون ته سپاري. دده په وینا هغه احتمالي نوماندان چې په دې برخه کې یې درغلۍ یا جعل کړی وي، له پروسې ایستل کېږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي کېږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.