د قیصاري د نیول کېدو پر ضد لاریونونه پنځو ولایتونو ته وغځېدل

 په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم د یوه مهم قوماندان نظام الدین قیصاري د نیول کېدو له امله پیل شوي لاریونونه پنځمې ورځې ته وغځېدل.
لاریون کونکو له دریو ورځو را په دې خوا په شمال کې د اقینې بندر لار تړلې او وایي تر هغو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې، د دغه سوداګریز بندر لار نه خلاصوي. ویل کېږي چې له دې امله میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د نظام الدین قیصاري د پلویانو لاریونونه له فاریاب او تخار وروسته، بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو ته هم غځېدلي او د شنبې په ورځ په سمنګان ولایت کې لسګونه لاریون کوونکي عمومي سړکونو ته راووتل.
معترضینو د یو شمېر دولتي ادارو څخه د ولسمشر غني انځورونه راښکته کړل او د اعتراض په ډول یې په سمنګان ولایت کې د کابل ـ مزار لویه لاره هم وتړله.
ځينو لاریون کوونکو د اعتراض په ډول د افغانستان د ملي بیرغ ترڅنګ د نورو هېوادونو بیرغونه هم لېږدول.
په کابل کې هم د حکومت دغه کار ته غبرګونونه شته دي. د مشرانو او ولسي جرګو ځینې غړي وايي چې حکومت دې د غیر مسوولو وسله والو او زور واکانو د نیولو لړۍ یوازې تر یوه قوم نه محدودوي، بلکې په باور یې اړتیاده چې نامسوول وسله وال او زور واکي له استثنا پرته د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، د غاصبینو، فاسدینو او زورواکو پر وړاندې پیل شوې مبارزه که بې توپیره عملي نشي، د هر کلي تر څنګ ممکن د خلکو غوسه راوپاروي.
محمد علم ایزدیار وايي، ښه دا ده چې دا مبارزه او یا د حکومت اصلاحي پروګرامونه له امنو سیمو پیل او بیا نورو سیمو او ولایتونو ته وغځول شي.
د ولسي جرګې غړی حمیدزی لالی هم وايي چې عدالت باید یو ډول تامین شي. داسې نه کېږي چې یو غل او زوراکی د ولسمشر په څنګ کې ناست وي او بل محاکمه شي.
له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ په ننګرهار کې د افغان ځواکونو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د یوه سرتېري هغې وینا پرې اغېز کړی چې نه پوهېږي اصلي دښمن يې غیر مسووله وسله وال زورواکي دي، طالبان دي او که داعشیان.
ولسمشر غني ویلي، له دې وروسته غیر مسوول وسله وال نه مني او حکومت به يې پر وړاندې په جدي ډول ودرېږي.
که څه هم ویل کېږي افغان حکومت هڅه کوي د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو پرسر رامنځته شوې لانجې ته د خبرو اترو له لارې حل لاره ولټوي، خو داسې ښکاري چې دغه لاریونونه ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.