مايک پامپيو: طالبان دې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته انتظار نه وباسي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و او دلته يې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې له خبرو د متحدو ايالتونو ملاتړ اعلان کړ.
پامپيو کابل ته تر راتلو وړاندې ويتنام ته تللی و، ده په کابل کې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره وکتل او د مختلفو موضوعاتو په تړاو يې ورسره خبرې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ولسمشر محمداشرف غني سره يو ځای په يوه خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړ او ويې ويل چې هېواد به يې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ، په دې خبرو کې ګډون او د سولې پروسې د اسانه کولو هڅه وکړي.
نوموړي په ټينګار سره وويل چې د سولې هر راز خبرې به د افغانانو په مشرۍ او مالکيت پر مخ ځي او د امريکا متحد ايالتونه به په هېڅ صورت له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړي.
پامپيو وويل، طالبان له جګړو ستړي دي او د تېر اختر اوربند دا هر څه ثابت کړي دي. هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته دې انتظار نه باسي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شپږ مياشتې مخکې د سوېلي اسيا او افغانستان لپاره د خپل حکومت نوې پاليسې اعلان کړه. د دې پاليسۍ پر بنسټ پر طالبانو فشار راوړل کېږي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
افغان ولسمشر محمداشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو سره په ګډه خبري غونډه کې د سوېلي اسيا او افغانستان لپاره د ټرمپ تګلاره وستايله، پر پاکستان د فشارونو او دغه راز افغانستان ته د تازه دمو سرتېرو د را استول کېدو هرکلی يې وکړ.
غني وويل، د امريکا د هغې ستراتېژۍ پر بنسټ چې د وخت پر ځای پر شرایطو ولاړه ده، افغان حکومت د دې جوګه شوی چې له محدوديتونو بهر کوټلي ګامونه پورته کړي او د سولې لپاره داسې اجنډا پر مخ يوسي چې د رښتينې سولې سبب شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو له کابله د متحدو عربي اماراتو پر لور وخوځېد او ټاکل شوې چې په ابوظبۍ کې له شهزاده شيخ محمد بن زايد ال نهيان سره د يمن د جګړې په اړه خبرې وکړي. متحده عربي امارات د يمن په جګړه کې د ايران خلاف دي او د تهران له اټومي تړونه د امريکا د وتلو په تړاو يې د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.