په لوګر کې د عملياتو پر مهال څلور ملکي وګړي وژل شوي

د لوګر په مرکز پل علم کې د شويو هوايي عملياتو په پايله کې څلور ملکي وګړي وژل شوي چې له کبله يې د دغه ولايت اوسېدونکو پرون لاريون کړی و.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته ويلي چې افغان هوايي ځواکونو وړمه شپه د پل علم اړوند په بابوس او الوزيو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړې چې په دغو هوايي بريدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
د دې پېښې په غبرګون کې د بابوس او الوزيو سلګونو اوسېدونکو په لاريون لاس پورې کړی او د يو ساعت لپاره يې د کابل - ګردېز لويه لاره هم د ټرافيکو پرمخ تړلې وه.
ځايي اوسېدونکي حاجي ګلاب ويلي، په بابوس او الوزيو کې د وړمې شپې هوايي بريدونه په لسو بجو پيل شول او تر دوو بجو پورې يې دوام وکړ.
هغه زياته کړې چې په بريدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او د يو جومات تر څنګ يو شمېر کورونه هم نړېدلي دي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي هم پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په بريدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په ټوېټر کې ليکلي چې افغان او بهرنيو ځواکونو د لوګر د مرکز پل علم په بابوس سيمه کې د خلکو کورونه بمبار کړي دي.
هغه ويلي چې په پېښه کې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
تېره اونۍ هم په بابوس او الوزيو سيمو کې د افغان ځواکونو له لوري عمليات شوي وو چې ٢٢ طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.