له غير مسوولو وسله والو به په زور وسلې را ټولې کړو

د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې که غير مسوول وسله وال، حکومت ته د وسلو له سپارلو ډډه وکړي دوی به په زور ترې وسلې را ټولې کړي.
د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي پرون په ترينکوټ کې خبريالانو ته وويل چې پوليسو په تېره يوه اونۍ کې د صالح په نوم له يوه نامسوول وسله وال څخه لسګونه ميله وسلې او دوه رېنجر موټر ترلاسه کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، صالح پخوا د ګيزاب ولسوالۍ په پوليسو کې دنده درلوده، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې يې سره له دې چې رسمې دنده نه درلوده، د پوليسو له رېنجر او وسلو څخه استفاده کوله.
قوماندان ونه ويل چې صالح هم نيول شوى او که نه خو زياته يې کړه: «د دې وسلو او رېنجر موټرو په مټ به يې غير قانوني فعاليتونه ترسره کول».
د احمدزي په وينا، د اروزګان د امنيې قوماندانۍ شاوخوا څلور سوه ميله وسلې اوس هم له غير مسوولو وسله والو سره دي او که چېرې يې په خپله خوښه دوى ته تسليم نه کړي په زور به يې ترې واخلي.
نوموړي زياته کړه: «څو ورځې وړاندې هم موږ د يو غير مسوول وسله وال پر وړاندې عمليات وکړل چې رېنجر، يو هاموې ټانک او نورې وسلې مو ترې واخيستې».
د اروزګان د امنيې قوماندان وويل، که د دې ناقانونه وسله والو مخنيوى ونه کړي په دغه ولايت کې به د نا امنۍ کچه نوره هم لوړه شي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د حکومت له لوري د نامسوولو وسله والو او زورواکو د نيولو لړۍ پيل شوې ده.
د دې نيونو په لړ کې، د فراه د پرچمن ولسوالۍ پخوانی ولسوال داوود مبارز هم له پنځلسو ساتونکو سره يو ځای نيول شوی او کابل ته را استول شوی دی.
د فراه والي ویاند ناصر مهري وايي، مبارز د شخصي زندان د لرلو، پر خلکو د ظلم او له قانون څخه د سرغړونې پر تور نیول شوی دی.
که څه هم طالبانو ادعا کړې وه چې داوود مبارز یو شمېر وسلې او سیمې دوی ته سپارلې؛ خو د فراه د ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزی وايي چې مبارز له طالبانو سره اړيکې نه درلودې.
نورزی زياتوي چې د مبارز دوه وروڼه چې يو يې د پرچمن د ملي امنيت مدير او بل يې بيا د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان و، په خپل سر له خپلو وسلو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.