په سعودي کې را ټولو شويو ديني عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې پر درېدو ټينګار وکړ

د حرم شريف امام په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله او ژر تر ژره یې د دې جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.
د حرم شريف امام او د سعودي عربستان د ملکي ديوان مستشار، صالح بن عبدالله بن حميد پرون په جده کې د ديني عالمانو نړيوالې غونډې ته وويل، چې د افغانستان وضعيت نور د زغملو نه دی او پکې روانه جګړه بايد ودرول شي.
نوموړي زياته کړه: «موږ د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دی او څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شيطان لارې تعقيبوي».
د اسلامي همکاريو سازمان عمومي منشي يوسف القاطميين هم پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره دې د افغان ولسمشر محمداشرف غني وړانديز ومني.
هغه د افغانستان په قضيه کې د اسلامۍ نړۍ د ديني عالمانو د رول پر ډېرېدو هم ټينګار وکړ.
نوموړي وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه د مسلمانانو تر منځ جګړه ده او دواړو لورو ته پکې مسلمانان وژل کېږي.
د اسلامي همکاريو سازمان له لوري په سعودي عربستان کې د ديني عالمانو نړيوال کنفرانس پرون پيل شو. د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ په جده کې وه او نن به په مکه معظمه کې دوام ورکړل شي.
د ديني عالمانو دغه کنفرانس ته د نړۍ د ۳۵ اسلامي هېوادونو ۶۵ ديني عالمان ور بلل شوي وو، خو د ايران او پاکستان ديني عالمانو پکې ګډون نه دی کړی.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس اکرم خپلواک وايي، د پاکستان د ۱۵ وربلل شويو ديني عالمانو له ډلې يوازې د دغه هېواد د اسلامي نظرياتو کونسل ډاکټر قبله اياز د سعودي په کنفرانس کې ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس ته د طالبانو استازي هم ور بلل شوي وو، خو هغوی نه يوازې په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی، بلکې ويلي يې دي چې هېڅوک دوی ته د ترهګرو او باغيانو د خطاب کولو حق نه لري.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په افغانستان کې روانه جګړه د مسلمانانو خپلمنځي جګړه نه ده، بلکې د امريکايي اشغال پر وړاندې جګړه ده.
طالبانو ويلي، د سعودي له ديني عالمانو او چارواکو يې دا هيله نه درلوده چې د افغانستان په جګړه کې به د امريکايانو تر څنګ ودرېږي.
د مشرانو جرګې غړي بيا ادعا کوي چې طالبانو د پاکستان په غوښتنه د سعودي په کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.
د مشرانو جرګې ځينو غړو پرون د جرګې په عمومي غونډه کې ادعا وکړه چې پاکستان له طالبانو سره د خواخوږۍ ښودلو په موخه خپل ديني عالمان هم د سعودي په کنفرانس کې ګډون کولو ته نه دي پرېيښي.
د يادې جرګې مرستيال محمدعلم ايزديار وويل، طالبانو په وار وار د سولې مهم فرصتونه له لاسه ورکړي او دا به وروستی فرصت وي چې له لاسه يې ورکوي.
هغه ټينګار وکړ چې طالبان بايد د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.
له دې ټولو سره سره د سعودي کنفرانس ته تللو افغان ديني عالمانو د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز څخه وغوښتل چې طالبان حرمينو شريفينو ته ور وغواړي او د سولې خبرو ته يې حاضر کړي.
دوی د اسلامي همکاريو سازمان له کنفرانسه هم وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې د درولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او که اړتيا شي نو د سولې د خبرو لپاره دې منځګړيتوب وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.