د ولسمشر مرستيالانو له ډېرې مودې وروسته په انقره کې رسمي ليدنه درلوده

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په ترکيه کې د ولسمشر له لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره کتلي او د مهمو موضوعاتو په تړاو يې ورسره خبرې کړې دي.
د دانش د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دانش او دوستم وړمه ورځ ناوخته په انقره کې سره کتلي دي.
سرچينې زياته کړې، دواړو لورو د افغانانو پر ملي يووالي او د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري ټينګار کړی دی.
سرور دانش په داسې حال کې له دوستم سره کتلي چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د جنبش ګوند غړو د دغه ګوند د يوه غړي او سيمه ييز زورواکي «نظام الدين قيصاري» د نيول کېدو په غبرګون کې لاريونونه پيل کړي چې کله ناکله پکې عامه شتمنيو ته هم زيان اړوي.
د سرور دانش د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دوستم او دانش ناسته په دوستانه فضا کې شوې ده. دانش، دوستم ملي او اغېزناک شخصيت بللی او دوستم هم د ستونزو د هواري لپاره د حوصلو پر پراخولو او دغه راز ملي يووالي ټينګار کړی دی.
د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم د خپل پخواني سياسي سيال احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن دی او له ډېرې مودې راهيسې په ترکيه کې مېشت دی.
نوموړي يو ځل افغانستان ته د راتلو هڅه وکړه، خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.
نوموړي د جمعيت او وحدت ګوندونو له مشرانو سره د يوه سياسي ائتلاف پر جوړولو هم هوکړه کړې ده. د دغه ائتلاف غړو د روانې اونۍ په لومړيو کې حکومت ته ګواښ وکړ چې که دوستم هېواد ته را ستون نه کړي، دوی به پخپله اقدام وکړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.