د زورواکانو د نيولو لړۍ د ولس په غوښتنه پيل شوې او ښايي دوام وکړي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د غیر مسوولو وسله‌ والو د نيونې لړۍ د ولس د شکايتونو پر بنسټ پيل شوې او ښايي ادامه پيدا کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي پرون په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، هغوی چې ولس ځوروي او قانون تر پښو لاندې کوي، حکومت‌ يې ننداره نه ‌شي کولی، بلکې پر وړاندې ‌يې اقدام کوي.
ده وويل چې د غير مسوولو وسله والو د نيولو لړۍ د ولس د شکايتونو پر بنسټ پيل شوې او حکومت به دا لړۍ تر هغه وغځوي چې ولس د زورواکو له شره خلاص شوی نه وي: «ځینې نیونې د خلکو د شکایتونو له مخې کېږي، کوم قوماندان چې په اروزګان ولایت کې نیول شوی، پر طالبانو يې لږ تر لږه ۵۰ پوستې پلورلې وې. هغه کس چې په پرچمن ولسوالۍ کې نيول شوی ټوله ولسوالي يې طالبانو ته تسلیم کړې وه، د داسې کسانو په مقابل کې حکومت باید یوازې تماشه وکړي او که نه، اقدام وکړي؟ د دوی نیول د خلکو غوښتنه وه».
مرتضوي وويل، حکومت د خلکو د امنیت د ټينګولو مسوول دی او ښايي د نيونو پيل کړې لړۍ وغځوي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي د سیمه ‌ییزو زورواکانو پر ضد د حکومت وروستی اقدام ستايي او د دوام غوښتنه ‌یې کوي.
د ياد کمېسيون غړي سخي مشواڼي ازادي راډيو ته ويلي: «مجرم که د هرې ژبې ویونکی وي او یا هم په هر قوم پورې اړه ولري، بیا هم مجرم دی او حکومت‌ یې باید پر وړاندې اقدام وکړي».
د مشواڼي په خبره، ولس د زورواکو په مقابل کې د حکومت له اقداماتو هرکلی او ملاتړ کوي او د دې لړۍ دوام د قانون د حاکمیت او همدا راز د حکومت او خلکو تر منځ د رامنځته شوي واټن د له ‌منځه وړلو په برخه کې هم ګټور تمامېدای شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.