ناټو ته د افغانستان ژغورنې ائتلاف پرانيستی ليک: ولسمشر قومپالنه کوي او د سولې په پلمه ترهګرو ته د نفوذ پراخولو زمينه برابروي

 د افغانستان ژغورنې په نوم ائتلاف په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو غونډې ته پرانيستی ليک استولی او ولسمشر محمداشرف غني يې په قومپالنې تورن کړی دی.
د ياد ائتلاف غړو، هر يوه عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور او محمد محقق په لیک کې پر ولسمشر تور پورې کړی چې د اصلاحاتو په نوم يې ګڼ شمېر کسان له دندو لرې کړي او دوسيې يې ورته جوړې کړې دي.
په لیک کې ويل شوي چې د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی چې د سيمې پر امنيت او ثبات هم ناوړه اغېزه کوي.
د افغانستان ژغورنې ائتلاف غړو ويلي، د طالبانو په ماتولو کې يې له نړیوالې ټولنې سره ډېرې مرستې کړې دي، له همدې کبله د ناټو له غړو هېوادونو غواړي چې د افغانستان وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.
دوستم، محقق او عطامحمد نور پر حکومت دا تور هم لګولی چې ګنې د سولې د پروسې په نوم یې ترهګرو ته د نفوذ د پراخولو زمينه برابره کړې ده.
دوی وايي، خلک د مرکزي حکومت له فاشيستي سياستونو ستړي شوي، له همدې کبله په شمالي ولايتونو کې لاريونونه هم پيل شوي دي.
د افغانستان ژغورنې ائتلاف په داسې حال کې حکومت پر فاشيستي اقداماتو او ولسمشر پر قومپالنې تورن کړي چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سيمه ييزو زورواکانو د نيولو لړۍ پيل شوې ده.
حکومت وايي، ټول غير مسوول وسله وال او زورواکي به له تفکيک پرته مسوول کړي او که څوک سرغړونه کوي پر وړاندې به يې جدي اقدامات وشي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.