ازبکستان له طالبانو غوښتي چې په تاشکند کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني

د مرکزي اسیا لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر ويلي، ازبکستان طالبانو ته د مخامخ تماس له لارې بلنه ورکړې چې تاشکند ته او هلته له افغان حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.
بي بي سي د کارګر له قوله ويلي، ازبکستان د افغان سولې لپاره د خپلو هلو ځلو په لړ کې له طالبانو سره د هغوی پر شرایطو هم خبرې کړې او جزيات يې له افغان حکومت سره شريک شوي دي.
کارګر د دې هڅو د پايلو په اړه ويلي: «دا دوامداره بهیر دی او پایلې به يې وخت اخلي».
د منځنۍ اسيا لپاره د ولسمشر د ځانګړي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف هم کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال په افغانستان کې د ژر راتلونکي ټيکاو او سولې هيله څرګنده کړه.
ده وويل، هېواد يې د افغان سولې لپاره مهم ګامونه پورته کړي او په وينا يې چې ډېر ژر به په دې برخه کې مثبت بدلونونه وليدل شي.
د مرکزي اسیا لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر ويلي چې ازبک چارواکي له پاکستان سره هم د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو غږېدلي دي.
کارګر ويلي، ازبک چارواکو د لومړي ځل لپاره په ډاګه د طالبانو له رهبرۍ سره د خپلو اړيکو په اړه خبرې کړې او په رسمي ډول يې د طالبانو د قطر دفتر ته په تاشکند کې له افغان چارواکو سره د کېناستو بلنه ورکړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، چې وړمه ورځ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی و، په ارګ کې خبري ناستې ته وويل چې د افغان سولې په تړاو اوس د چین او ازبکستان په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه سره همغږي شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.