نیوز ویک: امریکا نه غواړي افغان جګړه بایلي خو ګټلی یې هم نه شي

نیوز ویک نشریې پخپل یوه اوږد مطلب کې افغان جګړې او د امریکا تګلارې ته کتنه کړې ده. نشریې په دې مطلب کې د افغانستان د چارو له نړیوالو نظامي او سیاسي څارونکو سره خبرې کړې دي. دغه نشریه په خپل مطلب کې لیکي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې روانه جګړه بایلي، خو ګټلی یې هم نه شي. شنونکو نشریې ته ویلي چې په افغانستان کې لا هم خونړۍ جګړه روانه ده، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، هوایي بریدونه کېږي، افغان ځواکونو ته تلفات اوړي نو په دې توګه د جګړې د پای څرک تر اوسه نه برېښي. نیوزویک لیکي، چې نه طالبان، نه افغان حکومت او نه هم امریکا کولی شي د زور او وسلو له لارې دغه جګړه وګټي، بلکې د ګټلو او روان ناورین د پای یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. د شنونکو په باور د مذاکراتو پر مټ به ټول ګټونکي وي، خو د جګړې په دوام کې ټول بایلونکي دي. امریکايي کارپوهانو نشریې ته ویلي، طالبان هم په دې پوهېږي چې جګړه نه شي ګټلی، نو دوی د جګړې ګټل نه غواړي صرف د جګړې دوام غواړي او په دې دوام کې خپله بقا ویني. په مطلب کې وړاندې راځي چې د امریکا د نظامي تګلارې تر څنګ د افغان جګړې د پای لپاره یوې هر اړخیزې سیاسي تګلارې ته هم اړتیا ده، چې باید کار ورباندې وشي او مذاکرات جدي وګڼل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.