په شمال کې د لاریونونو اقتصادي زیان؛ افغان سوداګر هره ورځ له سلو تر دوه سوه زرو ډالرو زیان ویني

په شمالي ولایتونو کې د روانو لاریونونو له امله سوداګرو ته سلګونه زره ډالر زیان اوښتی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د لاریونو له پیله تر دې دمه افغان سوداګرو ته تر ۶ سوه زره امریکايي ډالر ډېر زیان اوښتی دی. دده په خبره دا چې له دې درکه به حکومت څومره زیانمن شوی وي په اړه یې معلومات نه لري. هغه زیاته کړې چې په شمال کې د لاریونونو او د درېیو مهمو بندرونو د تړلو له امله په بازارونو کې د ټولو توکو په تېره د سون توکو بیې له ۱۰ تر پنځلس سلنه لوړې شوې دي. دده په خبره افغان سوداګر د توکو د تم کېدو او نورو ستونزو له امله هره ورځ له سلو تر دوه سوه زرو ډالرو زیان کوي. الکوزي همدا راز وویل، چې که دغه لاره زر خلاصه نه شي او ستونزې حل نه شي نو د ځینو خطرونو د پېښېدو امکان شته دی. دده په وینا دا چې ډېری موټرونو له سونتوکو، ګازو او تېلو ډک دي، د حرارت لوړې درجې ته ولاړ دي نو دا امکان شته، چې چاودنې پکې رامنځ ته شي او زیانونه یې څو چنده شي. هغه له حکومت وغوښتل چې شته ستونزې ژر تر ژر حل کړي او د سوداګرۍ دا مهمه لار پرانیزي. په شمالي ولایتونو کې لاریون کوونکو د حیرتان، آقینې او شېر خان بندرونه تړلي دي. ددې تر څنګ لاریون کوونکو د سالنګ لار هم له پرون راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.