کزالي: ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ژمنه ده

د ناټو یوه مرستیال ویاند پیرز کزالي ویلي، ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان پوځ د ملاتړ ژمنه کړې ده. نوموړي ویلي چې ناټو له خپلې غونډې ۷۹ ماده ییزه اعلامیه خپره کړې ده او په هغه کې د افغانستان په اړه واضح څرګندونې شوې دي. د نوموړي په وینا افغان ځواکونه د پام وړ لاس ته راوړنې لري نو له همدې امله یې ناټو هم ملاتړ ته ادامه ورکوي. د بروکسل په کنفرانس کې پرېکړه شوې چې په ۲۰۱۸ کې کال کې به د افغان ځواکونو لګښتونه ۶ میلیارده ډالر وي. د پرېکړې له مخې له دې ډلې به ۴،۷ میلیارده ډالر امریکا ورکوي، شاوخوا یو میلیارد ډالر به د امریکا متحدین پرې کوي او ۴۴۰ میلیونه نور به افغان حکومت پخپله تامینوي. پیرز همدا راز ویلي چې ناټو په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هم د افغان حکومت همکارۍ ته تیار دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.