سرچينه: جنرال دوستم راتلونکې دوشنبه افغانستان ته راځي

افغان دولت کې معتبرو سرچينو بي بي سي ته منلې چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ په دوشنبې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له ترکیې نه افغانستان ته ستون شي.
افغانستان ته د ښاغلي دوستم د ستنېدو هوکړه د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره ترکيه کې له څو پرله پسې کتنو وروسته شوې. ددغې سرچینې په وینا، د دوستم د ستنېدو نهايي هوکړه د دواړو خوا ترمنځ لاسلیک شوې ده، خو تر اوسه د هوکړې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دوستم پلويانو د تيرې يوې اونۍ راهيسې د هيواد شمال کې لاريونونه پيل کړي ، درې مهم سوداګريز بندرونه او د ټاکنو کميسيون څلور ولايتي دفترونه يې تړلې دي.
لاريون کوونکي له ترکيې افغانستان ته د دوستم راتک او د قيصاري خوشي کول غواړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

6 نظرونه

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.