په څرخي پله زندان کې سلګونه زندانیانو اعتصاب کړی دی

کابل کې د څرخي پله زندان نژدې یو نیم زره زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی. د افغانستان تر ټولو لوی زندان دغه اعتصاب کونکي بندیان وايي، د ولسشر د بښنې له فرمانونو بې برخي دي او د سزا کمولو فرمانونو کې هم پام نه ورته کېږي. د افغانستان زندانونو ریاست مسوولینو هم تایید کړې، چې دغه زندانیان له تېرو دریو ورځو راهیسې خواړه نه خوري. خو د ریاست چارواکي دا هم وايي، چې اعتصاب کوونکي د سختو جرمونو له کبله زنداني شوي دي او د غوښتنو پوره کول یې د دوی د ادارې له واکه بهر چاره ده. د زندانونو ریاست ویاند عبادالله کریمي وایي، اعتصاب کونکي بندیان غواړي چی سزا یې کمه شي یا وبښل شي او یا له مرکزي زندانه د خپلو ولایتونو محبسونو ته ولېږدول شي، خو وایي په دې تړاو پرېکړه کول د دوی مسوولیت نه دی. کریمي د اعتصاب کونکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې زندان کې د خوړو کیفیت ښه نه دی، روغتیايي اسانتیاوې مناسبې نه دي او یا دا چې له بندیانو سره د زندان ساتونکو چلند مناسب نه دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.