پاکستان پر فرضي ډیورنډ ۶۰ زره نور عسکر ځای پر ځای کوي

پاکستان پر ډيورنډ فرضي کرښه اقدامات او نظارت ډير کړي دي. پاکستاني حکومت ویلي، چې د اورپکو د تګ راتګ مخنیوي په موخه خپل اقدامات ډېر کړي دي. ددوی په وینا په همدې لړ کې یې د پوستو شمېر ډېر کړی دی او شپېته زره نور عسکر پر دغه کرښه ځای پر ځای کوي. پاکستاني رسنۍ وایي، نورو پاکستاني عسکرو هم پر ډیورنډ کرښه د فعالیت په موخه تمرینات پیل کړي دي او د شپېتو زرو عسکرو له ډلې څلوېښت سلنه هغو یې تمرینات بشپړ کړي دي. پاکستان په غیر قانوني توګه پر ډیورنډ فرضي کرښه اقدامات ترسره کوي. پخواني ولسمشر هم څو ورځې وړاندې په دې اړه غبرګون ښودلی و. حامد کرزي ویلي وو، چې پاکستان د امریکا په مالي مرسته پر ډیورنډ فرضي کرښه غیر قانوني اقدامات ترسره کوي او دا په ښکاره توګه د افغانانو بېلول او ارضي تمامیت تر پښو لاندې کولی دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.