سن ورځپاڼه: طالبانو دداعشیانو د ماتولو لپاره له امریکا مرسته غوښتې ده

برېتانوۍ سن ورځپاڼه وايي طالبانو د داعش پر وړاندې د پراخې جگړې تابيا کړې او امريکايانو ته یې ويلي، چې په ننگرهار کې دې هوايي بريدونه نه کوي، څو د دوی وسله وال د داعش پر وړاندې د جگړې پرمهال ژوبل نه شي، ورځپاڼه وايي تمه ده چې د ننگرهار په درېيو ولسواليو کې د طالبانو له لوري د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې پراخ عمليات وشي چې څو اوونيو ته به وغځېږي. د طالبانو سره قطعه به په دغه غرنۍ سيمه کې د جگړې مشري کوي. له امریکا د طالبانو دغه غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو د موجودیت خبره کېږي. په همدې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي وو. بل لور ته حکومت ادعا کوي چې په دې وروستیو کې یې له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه ،په ننګرهار کې د داعش یو ستر مرکز له منځه وړی دی. دوی وايي په دې مرکز کې نږدې ۱۷۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.