سولې شورا: د اروبند او سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو رول مهم دی

سولې شورا وایي، د اوربند په موضوع کې د ملګرو ملتونو رول د پام وړ ارزښتناک دی. د هېواد د سولې شورا هیله مندي ښيي، چې د سولې د عملي خبرو د پیل په برخه کې به ملګري ملتونه خپل رول ولوبوي. وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د منشي مرستیال په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي هڅو پر دوام ټینګار وکړ، سولې شورا وایي، چې ملګري ملتونه دې د یادې پروسې د عملي کېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د یادې شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم وایي، سولې شورا او په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما تر منځ د سلا مشورې تر کچې لازمه مرسته شته، خو اوس چې افغان لوری د مستقیمو خبرو د پیل هڅه، ملګري ملتونه کولی شي د سولې لپاره ډېر څه وکړي. سلیم وویل، ملګري ملتونه خپل حیثیت او مقام لري او په دې برخه کې ډېر څه کولی شي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د ملګرو ملتونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې یادونه شوې وه، چې که ترې وغوښتل شي دوی چمتو دي د سولې او اوربند په موضوع کې مرسته وکړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.