ملګري ملتونه: د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي

ملګري ملتونه وایي د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچي یاماموتو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې نړیواله ټولنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځګړتوب کوي. په ورته وخت کې تر دې مخکې د سولې شورا مرستیال هیله مندي ښودلې وه، چې ملګري ملتونه به د افغان سولې په پروسه کې خپل رول ولوبوي. بلخوا د سولې لپاره ولسي حرکت نن د کابل په غازي لوبغالي کې یوه ستره غونډه کوي. د یاد حرکت غړي وایي، د دې غونډې اساسې هدف د ولسونو تر منځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې او فضا برابرول دي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکو او طالبانو د افغان سولې په تړاو څو ځله لیدنې کړې دي او په دې وروستیو کې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړې وه، چې د حکومت لخوا د اختر له احتمالي اروبند سره به د سولې خبرې هم پیل شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.