د کډوالو سازمان: روان کال له ایرانه ۵لکه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په روان میلادي کال کې ۵لکه افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي. د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې په تېرو څو اونیو کې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه په بې سارې توګه را لوېدلې ده. له همدې کبله له ایرانه د افغان کډوالو د وتلو بهیر په بېساري ډول چټک شوی دی او ګڼ شمېر یې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د کډوال نړیوال سازمان هم وایي، په تېرو څو اوونیو کې کابو ۴۴۲ زره افغانان په خپله خوښه له ایران بېرته افغانستان ته تللي دي. له دې سره ویل کېږي چې همدې وضعیت په ایران کې مېشت افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان د کار روزګار لپاره په ناقانونه توګه ایران ته تللي. خو اوس په ایران کې روان اقتصادي وضعیت دوی اړ کړي چې بېرته هېواد ته را ستانه شي. د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې په راتلونکو میاشتو کې به له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر نور هم چټک شي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره می میاشت کې له ایران سره شوی اتومي تړون لغوه کړ او اعلان یې وکړ چې هېواد به یې نور د دې تړون برخه نه وي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.