پښتون ژغورنې غورځنګ مشران: څو مو چې خپل حق نه وي اخیستی، مبارزه به مو روانه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او ثنا اعجاز د یو بل لاریون لپاره کمپاین پیل کړی دی. د غورځنګ مشران وایي، چې د اگست په ١٢ نېټه به په صوابۍ کې غونډه وکړي. د پاکستان له عمومي ټاکنو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پي ټي ایم ټول غړي چې پکې علي وزیر او محسن داوړ هم شامل دي، د غونډې تیاری نیسي. د یادونې وړ ده، چې محسن داوړ او علي وزیر دواړو د شمالي او جنوبي وزیرستان نه ټاکنې گټلې دي او اوس د عمومي اسمبلۍ غړي هم دي. منطور پښتین د دغې احتجاجي غونډې اعلان کړی دی. دغه احتجاج د پاکستان د سترې محکمې لخوا د نقیب الله مسید د قاتل، پولیس افسر راو انور د خوشې کیدو پر ضد کېږي. منظور پښتین ویلي، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او تر هغه پورې به مبارزه کوي څو یې پښتون قام ژغورلې نه وي. د تحریک مخکښې غړې ثنا اعجاز له څو ورځو راهیسې د احتجاج لپاره کوڅه په کوڅه کمپاین پیل کړی دی. محسن داوړ په احتجاج کې د خپل گډون په اړه ویلي، چې په سیاست کې د برخه اخیستلو هدف یې هم دا و، چې د پښتنو مسلو ته د حکومت پام راواړوي او دی به په مظاهرې کې گډون حتماً وکړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.