پر غزني ښار د وسله والو طالبانو برید دوام لري

له تېرې شپې راهیسې د غزني مرکز پر ډېریو نظامي تاسیساتو جګړه روانه ده. د غزني ولایت چارواکي وایي، چې له تېرې شپې شاوخوا دوولسو بجو راهیسي د سهار تر شپږنیمو بجو پوري د یاد ولایت په مرکز کې د وسله ولو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه شوې، چې د سهار له ۶بجو وروسته څه ناڅه کراره شوې ده. چارواکي وایي، چې د یادې جګړې په ترڅ کې د نظامیانو په ګډون ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو له څلورو لوریو پر غزني ښار بریدونه کړي، چې په وینا یې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي. د هغه په وینا د وسله والو د دېرشو په شاوخوا کې مړي د ښار په بېلابېلو سیمو کې پراته دي. د هغه په خبره په پېښه کې د امینه قومندانۍ یو ځوان افسر وژل شوی او اووه تنه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي. نوري زیاتوي چې ښایي د ښکېلو غاړو او ملکیانو مرګ ژوبله ډېره شي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.