امنیه قومندان: پر غزني د وسله والو برید په شا تنبول شوی دی

د غزني امنیتي چارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو برید یې پر شا تنبولی دی. د غزني امنیه قومندان فرید مشعل وایي، چې پر یاد ولایت یې د وسله والو طالبانو برید په شا تنبولی او لسګونو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي وویل، چې د تېرې شپې برید کې د وژل شویو لسګونو وسله والو مړي د سولې چوک ته څېرمه او دغه راز په نورو سیمو کې پراته دي. هغه وویل چې اوس هم خال خال ډزې کېږي خو ښار کې وضعیت په ټوله ییزه توګه په کنټرول کې دی. ویل کېږي چې په جګړه کې د نظامیانو په ګډون ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه دي ورکول شوي. د یادونې ده برید تېره شپه شاوخوا دولس بجې پیل شوی، چې د چارواکو په وینا د سهار تر شپږو بجو یې دوام درلود خو له هغه وروسته، وسله وال شاتګ ته مجبور شوي دي. د والي ویاند عارف نوري سپوږمۍ راډیو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کې تر اوسه د امنیه قومنداني یو تن افسر وژل شوی او د نظامیانو په ګډون شاوخوا ۱۵ تنه ملکیان په ټپي حالت کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. هغه وویل، چې د مرګ ژوبلې کچه ښایي لوړه شي خو په خبره یې امنیتي وضعیت په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.