هند له افغانستان سره د نوو پروژو د پیل کولو ژمنه کړې ده

د راپورونو له مخې د هند او افغانستان ګډې کاري کمېټې په افغانستان کې د هند پر روانو پروژو او مرستو خبرې او بحثونه کړي دي. هندي او افغان چارواکو په دې غونډه کې پر چابهار بندر او همدا راز له افغانستان سره د هند پر نورو مرستو بحثونه کړي دي. هندي چارواکو ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستې کړې دي او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي. دوی ویلي په هغو برخو کې له افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه کوي چې د خلکو اړتیا پوره کولی شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره بنسټیزې پروژې وي. دواړو لورو په چابهار بندر کې پر روانو چارو خبرې کړې دي او هغه یې د افغانستان، هند، مرکزي اسیا او ایران د اتصال لپاره مهم بللی دی. په دغه مشترکه کمېټه کې څلورو کاري ګروپونو خپلې ارزونې، راپورونه او وړاندیزونه شریک کړي دي. هند له افغان حکومت همدا راز غوښتي چې د پروژو د پلي کولو او تکمیلولو پر مهال باید د هندي وګړو او کارکوونکو امنیت ته هم جدي پاملرنه وشي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.