ولسمشر د غزني، فراه او زابل د امنیت په اړه سپارښتنې کړې دي

د څو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه. له ارګ په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې چې د ملي امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، د غزني، فراه او زابل ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو. سرچینې زیاته کړې، د غزني امنیتي مسوولانو په دغه ولایت کې د وروستیو تازه امنیتي تحولاتو په هکله ولسمشر ته راپور ورکړ. ولسمشر په دغه غونډه کې امنیتي او دفاعي چارواکو ته د یادو ولایتونو د امنیت د تامین او اړینو اقداماتو د ترسره کېدو سپارښتنه کړې ده. دیادونې وړ ده، چې تیره شپه وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو خواوو ډله ییزبریدونه وکړل. د غزني چارواکو او ملي دفاع وزارت په جګړه کې تر ۱۵۰ زیاتو طاللبانو ته مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی. طالبانو بیا د لسګونه افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.