افغانستان

د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، هغه کسان چې د دوی له لوري ولسي جرګې ته د نوماندانو له وروستي لېسته ايستل شوي، په ټاکنو کې د نوماندېدو حق نه لري. د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون نږدې دوې اونۍ مخکې د ولسي جرګې لپاره د نوماندانو له وروستي نوملړه د ۳۵ کسانو نومونه و ايستل. د کمېسيون پر دې پرېکړې د…
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاماموتو له قطري چارواکو سره کتلي او د افغان سولې په پروسه کې يې د دوحې د هڅو مننه کړې ده.لويديځې رسنۍ وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.د قطر د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره په دې لیدنه کې د ملګرو…
ولسمشر محمداشرف غني وايي، پر غزني د طالبانو بريد، د سولې په پروسه کې د امتياز غوښتلو هڅه ده. غني پرون د غزني د وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولايت ته سفر کړی او دا خبره يې هم هلته د چارواکو او مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړه. طالبانو يوه اونۍ وړاندې پر غزني ښار برید…
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن د کابل په دشت برچې کې پر یو روزنیز مرکز پرونی برید په سختو ټکو غندلی دی. په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نیکولسن له خولې راغلي، چې دوی د هغو ځوانو افغان زده کوونکو کورنیو او دوستانو ته…
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د غزنی ولایت له یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په غزني ولایت کې یې د پېښ شوي ناورین او روانو حالاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې…
 د پاکستان پخواني سناتور او د عوامي نېشنل ګوند يوه مرکزي غړي افراسياب خټک له خپل حکومته غوښتي چې د غزني په جګړه کې د وژل شويو پاکستانيانو په اړه سپيناوى وکړي. وسله والو طالبانو د تېرې جمعې پر شپه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه وکړل او د ښار ډېرى سيمې يې ونيولې، خو اوس د دفاع وزارت وايي…
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر او د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړی فاروق وردګ وایي، د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون دې د خپلو پرېکړو په اړه ملت ته وضاحت ورکړي. نوموړي پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په يوه خپاره کړي بيان کې ويلي چې یوازې د خپلواک کلمې په ذکر کولو سره به کمېسيون د ملت له څاره…
د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، په کندهار ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې او دوی پلان لري چې په دغه ښار کې د اوبو یو بند جوړکړي.د اوبو دغه بند د کندهار ښار شمال ته د میانکوه غره په لمن کې د ولایتي ادارې او خصوصي سکټور په مرسته جوړېږي چې د اورښت پر مهال د…
په فارياب کې وسله والو طالبانو د ملي اردو يوه لویه پوسته نيولې ده.د فارياب والي رسنيو ته ويلي چې وسله والو طالبانو تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته د دغه ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه پوسته نيولې، ۱۷ پوځيان يې وژلي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.د فاریاب والي حمدالله فایق بي بي سي ته ویلي،…
د امريکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، پامپیو د افغانستان د سولې په اړه د سعودي عربستان هلې ځلې ستایلې دي. يادو چارواکو وړمه شپه د يوې ټليفومي اړيکې له لارې خبرې اترې…
 په څرخي پله زندان کې شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیانو له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د خوړو اعتصاب کړی دی. د بند په موده کې تخفیف، د اعدام سزا په اوږدمهاله بند اړول او اړوندو ولایتونو ته د زندانیانو استول د اعتصاب کوونکو غوښتنې دي.د حاجي خان په نامه یوه بندي بي بي سي ته ويلي، د جرم ډول په پام…