افغانستان

په سمنګان ولايت کې شاوخوا شپږ زره کورنۍ د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او که چېرې یې په سيمو کې د ټانکرونو په وسیله د اوبو وېش ودرول شي؛ يادې کورنۍ به د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبورې شي.د دغه ولايت د کليو د پراختيا رئيس انجنير عبدالرب حکيمي پژواک خبري اژانس ته ويلي، يادې کورنۍ…
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، که څه هم د ملي شورا غړي د ۱۶ مې دورې په ۱۳ مه غونډه کې د ‍۱۲مې غونډې په پرتله تر یوه بريده بریالي وو، خو د خلکو د استازیتوب په برخه کې یې لازم کارونه نه دي کړي.د دغه بنسټ د پارلماني څار د برخې مسؤل حسیب معترف پرون…
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وايي، په برېښنا د هېواد د بسیاینې پنځه کلنه ستراتيژي یې جوړه کړې، چې په پلي کولو سره به يې د دوامدارې انرژۍ سرچينې چمتو شي. د اوبو او انرژۍ وزیر چې پرون يې په کابل کې د" کابل د څښلو د اوبو د کمي او کیفي وضعیت د څېړنې" په کنفرانس…
 د ميدان وردګو ولايت لسګونه اوسيدونکي د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له لوري د یوه ۱۲ کلن ماشوم د وژل کېدو په اعتراض کې د ولايت مقام ته ورغلي وو. دوی ويل چې د سيمه ييزو پولیسو په نامه وسله وال يې په بېلابېلو نومونو ځوروي او وژني، چې په تازه پېښه کې يې…
لويه څارنوالي وايي، په ټاکنيزو سرغړونو کې ښکېل کسان به تر قانوني تعقيب لاندې ونيول شي. لوى څارنوال محمد فريد حميدي چې پرون يې د سوېلي اسيا هېوادونو د ټاکنيزو بنسټونو د ټولنې په اتمه غونډه کې خبرې کولې، د هېواد د ټاکنو په قانون کې د ټاکنيزو جرمونو د مواردو د زياتېدو خبر ورکړ او ويې ويل:"د هېواد د…
 د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله کندهار ته د خپل سفر په لړ کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي ستاينه کړې ده. ډاکټر عبدالله، چې پرون د لمريزې برېښنا د توليد د يوې فابريکې د رغنيزو چارو د پرانيستې لپاره کندهار ولايت ته تللی و، د مخکني ولسمشر حامد کرزي ښه ياد کړي او ويلي يې دي…
په واشنګټن کې د امريکا پخوانۍ سفيره سيده عابده حسين وايي، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا نوې تګلارې اسلام اباد او تهران لا سره نږدې کړل.عابده حسين وايي، د امريکا متحد ايالتونه له افغانستان د وتلو نيت نه لري او دا چاره د اسلام اباد او تهران د جدې اندېښنې سبب شوې ده.د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيون…
د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس د افغانستان پر امنيتي وضعيت او نورو مسايلو د خبرو لپاره هندوستان ته ځي.مټېس به نن ناوخته هند ته ورسېږي، چې پتيل شوې له لومړي وزير نرېندرا مودي او د دغه هېواد د دفاع له وزيرې نيرمالا سيتارامن سره به وګوري.دا به واک ته د ټرمپ تر رسېدو وروسته د يو امريکايي لوړپوړي…
د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست د ماینونو له امله د قربانیانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښیي.دغه اداره وايي، له ګڼو هڅو سره – سره لا هم په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله په منځني ډول هره ورځ شپږ کسه قرباني کېږي.د افغانستان د ماین پاکۍ د همغږۍ او…
د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ، له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ملي يووالي حکومت د ستراتیژۍ د طرحې په غبرګون کې وايي، حکومت غواړي له ادراي فساد سره د مبارزې پر ځای دا پدیده مدیریت کړي.دغه بنسټ له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ طرحه ناکامه بولي او وايي، حکومت په دې طرحه کې تر…
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همايون همايون وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره نوي کمېشنران ګوماري.د همايون په خبره، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو د فشارونو له کبله استعفاوې کړې او ولسمشرۍ ماڼۍ يې پر ځای په نويو لېستونو کار پيل کړی دی.د ولسي جرګې لومړي مرستيال، چې پرون یې د جرګې مشري کوله وویل،…