افغانستان

په کابل کې د ښځو د وړتیاوو په نوم ملي نندارتون پرانیستل شو . دغه نندارتون چې د کابل په نوي ښار کې پرانیستل شوی ‎ څلور ورځې به دوام وکړي.په دغه نندارتون کې به د هېواد د پنځو زونونو د ښځو لاسي صنایع او سوداګریز توکي په لسګونو غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.د دغه نندارتون جوړوونکي وايي، نندارتون…
له پخواني ولسمشر حامد کرزي پرته هېڅ داسې سياسي او جهادي مشر د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د کېدونکي اوربند په تړاو څه نه دي ويلي چې د افغانستان د نږدې ټولو قضيو په اړه نظرونه ورکوي.شنونکي وايي، ګڼې جهادي او سياسي څېرې په سوله کې خپل زوال ويني، له همدې کبله هڅه کوي چې د…
د شانګهای د همکاريو سازمان په اتلسمه سرمشريزه کې د افغانستان د امنیت او بیارغونې لپاره د تماس ډلې د کار د بيا پيل پروتوکول هم لاسليک شوی دی.د شانګهای د همکاريو په سازمان کې د روسيې ځانګړی استازی بختيار حکيموف وايي، د تماس ډلې د کار د بيا پيلولو پروتوکول د شانګهای د همکاريو سازمان د عمومي منشي او…
ولسمشر محمداشرف غني چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د دغه هېواد له ولسمشر شي جینګ پينګ سره وکتل. په دغه کتنه کې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ وویل، موږ باید هڅه وکړو چې دوه اړخیزې اړیکې مو لا پياوړې شي، دا زموږ یو اساسي اصل دی چې افغانستان سره همکاري پراخه کړو تر څو په…
د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له رالېږل شوې ده. سرچينه کاږي، ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه غونډه کې چې د چین په چینګډاو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا…
له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني چین ته د خپل سفر په دوهمه ورځ په دغه هېواد کې له میشتو افغان سوداګرو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. سرچینه کاږي دغه سوداګر، چې د چین له بېلابېلو لرې پرتو ښارونو څخه چنګډاو ښار ته راغلي ؤ په پیل کې عزیزالله او ظریف…
پاکستان او هندوستان د افغان حکومت له خوا د اوربند د اعلان د هرکلي تر څنګ ملاتړ هم ترى وکړ. د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د ولسمشر غني د هغې پرېکړه ستاينه وکړه، چې له وسله والو طالبانو سره يې د اوربند اعلان کړى دى. مودي دغه څرګندونې نن د چين په چينګداو ښار کې د شانګهاى همکاريو سازمان…
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، مشرتابه يې جنګياليو ته امر کړی چې د کوچني اختر په لومړيو دريو ورځو کې دې پر افغان ځواکونو تعرضي بريدونه نه کوي.ذبيح الله مجاهد پرون له سپوږمۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د اختر په لومړيو دريو ورځو کې ټول افغانان ان هغو سيمو ته هم سفر کولی شي چې…
ولسمشر شي پرون د دې سازمان د مشرانو د غونډې په پېل کې د وینا پرمهال وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي د ګډ تفاهم د موندلو او د ټولو د ګټې لپاره د همکارۍ زیاتولو او د ستونزو د حل هڅې کوي. د شانګهای د همکارۍ سازمان اته غړي او څلور څارونکي لري. هند او پاکستان چې…
د سیمې هېوادونه دې د ولسمشر غني د سولې له طرحې ملاتړ وکړي. د هند لومړي وزیر د شانګهای غړو هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې سیمه د ترهګرۍ له جدي ګواښ ځورېږي او ټولو ته په کار ده، چې ددغه پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي. نریندرا مودي همدا راز ویلي، چې هند او افغانستان دواړه…
د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین وایي افغانستان د سیمې د هېوادونو ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. پوتین نن د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه ددې سبب شوي چې د سیمې هېوادونه ددغه هېواد وضعیت ته باید د جدي پاملرنه وکړي. هغه وویل هلته یې د روان…