افغانستان

د ملي امنیت پخواني رییس او د ملي یووالي په حکومت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم غړي امرالله صالح پر خپله رسمي فيسبوک پاڼه ليکلي دي چې د ملي یووالي حکومت خپلو تعهداتو ته ژمن نه دی. نوموړي ویلي ایتلافي حکومتونه تر هغه دوام کوي او د باور وړ دي چې پر دوه اړخیزو هوکړو ژمن پاتې شي…
د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني د ولسمشر حکم خلاف ،د ډاکټر عبدالله په امر خپلې دندې ته دوام ورکړ او نن يې د وزارت په مقام کې ،د دايکندي لپاره د سولري برښنا ۱۵ ميليون ډالري تړون لاسليک کړ. ولسمشر غني پرون سهار د یوه فرمان په صادرولو د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له…
ازبکستان وايي هڅه کوي نړیوال له افغان سولې سره مرستې او همکارۍ ته وهڅوي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، د افغانستان د سولې له پروسې او په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره له هر ډول مذاکراتو ملاتړ کوي. نوموړي په چین کې له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي نه یوازې دا چې په…
له پخواني ولسمشر پرته هېڅ جهادي مشر او سیاسي رهبر د طالبانو او حکومت ترمنځ د اوربند هرکلی نه دی کړی او نه یې هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. له هغه وروسته چې ولسمشر غني د روژې له اووه ویشتمې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ، وسله والو طالبانو هم وویل، چې د اختر په درېیو ورځو…
افغان ولسمشر وايي، د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د ثبات په راوستو کې په مرسته د ټولې سیمې له امنیت سره مرسته کولی شي. ولسمشر غني نن د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغانستان په داسې یوه سیمه کې پروت دی، چې ثبات یې د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي…
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د هغو کسانو نومونه به د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندانو له وروستي لېسته وباسي چې له افغانيته منکر دي.په وروستيو کې يو شمېر کسانو او سياسي څېرو د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې د مخالفت په پار په مختلفو ولايتونو کې غونډې کړې او نه يوازې دا چې له افغانيته…
پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزير نجيب اقا فهيم وايي، ۱۳ میلیونه افغانان له وچکالۍ اغېزمن دي.فهيم پرون په کابل کې د چین له سفیر سره په ګډه يوې خبري ناستې ته وويل چې د وچکالۍ له ګواښ سره د مقابلې لپاره پلان چمتو شوی چې د دولت او بهرنیو موسسو په مرسته د تطبیق په…
مشرانو جرګه وايي، په ښوونځیو کې د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د مرکزونو شتون پوهنیز بهیر له خنډ او ستونزو سره مخ کړی دی.د مشرانو جرګې غړي وايي، په ښوونځيو کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې مرکزونو امنيتي ګواښونه ډېر کړي چې په وينا يې بايد مخنيوی يې وشي.په داسې حال کې چې د رايه ورکوونکو د نوملیکنې ډېری مرکزونه…
د غزني ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ مېرمنو ته شنې خونې جوړې کړې دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې دا مېرمنې اوس کولی شي د خپل کور په انګړ کې تازه مېوې او سبزۍ وکري او له دې لارې د خپلو کورنيو اړتیاوې پوره کړي. هغه مېرمنې…
په داسې حال کې چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د عملي پروسې له پيله بيا تر اوسه شاوخوا يوه مياشت وخت تېر شوی، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اداره وايي چې تر دې مهاله يې ۱۵۰۰ تنو ته پېژندپاڼې ور وېشلې دي.د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې وياند روح الله احمدزی وايي، لسګونه زرو کسانو ته یې د پېژندپاڼو…
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يا یونیسف وايي، وروستيو جګړو په هېواد کې ۳.۷ ميليونه هغه ماشومان له زده کړو بې برخې کړي چې عمرونه يې د اوو او ۱۷ کلونو تر منځ دي. یونیسف په همدې تړاو يوه راپور کې چې پرون د لوړو زده کړو د سرپرست وزير ميرويس بلخي او په افغانستان کې د يونيسف…