افغانستان

د څو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه. له ارګ په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې چې د ملي امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود، د غزني، فراه او زابل ولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو.…
د راپورونو له مخې د هند او افغانستان ګډې کاري کمېټې په افغانستان کې د هند پر روانو پروژو او مرستو خبرې او بحثونه کړي دي. هندي او افغان چارواکو په دې غونډه کې پر چابهار بندر او همدا راز له افغانستان سره د هند پر نورو مرستو بحثونه کړي دي. هندي چارواکو ویلي چې دوی له افغانستان سره په…
د غزني امنیتي چارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو برید یې پر شا تنبولی دی. د غزني امنیه قومندان فرید مشعل وایي، چې پر یاد ولایت یې د وسله والو طالبانو برید په شا تنبولی او لسګونو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي وویل، چې د تېرې شپې برید کې د وژل شویو لسګونو وسله والو…
له تېرې شپې راهیسې د غزني مرکز پر ډېریو نظامي تاسیساتو جګړه روانه ده. د غزني ولایت چارواکي وایي، چې له تېرې شپې شاوخوا دوولسو بجو راهیسي د سهار تر شپږنیمو بجو پوري د یاد ولایت په مرکز کې د وسله ولو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه شوې، چې د سهار له ۶بجو وروسته څه ناڅه کراره…
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ او ثنا اعجاز د یو بل لاریون لپاره کمپاین پیل کړی دی. د غورځنګ مشران وایي، چې د اگست په ١٢ نېټه به په صوابۍ کې غونډه وکړي. د پاکستان له عمومي ټاکنو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پي ټي ایم ټول غړي چې پکې علي وزیر…
د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په روان میلادي کال کې ۵لکه افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي. د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې په تېرو څو اونیو کې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه په بې سارې توګه را لوېدلې ده. له همدې کبله له ایرانه د افغان کډوالو د وتلو بهیر په بېساري ډول…
ملګري ملتونه وایي د سولې خبرې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامیچي یاماموتو ازادۍ راډیو ته ویلي، چې نړیواله ټولنه د افغان سولې له پروسې ملاتړ او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځګړتوب کوي. په ورته وخت کې تر دې مخکې د سولې شورا مرستیال…
سولې شورا وایي، د اوربند په موضوع کې د ملګرو ملتونو رول د پام وړ ارزښتناک دی. د هېواد د سولې شورا هیله مندي ښيي، چې د سولې د عملي خبرو د پیل په برخه کې به ملګري ملتونه خپل رول ولوبوي. وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د منشي مرستیال په افغانستان کې د جګړې د پای ته…
برېتانوۍ سن ورځپاڼه وايي طالبانو د داعش پر وړاندې د پراخې جگړې تابيا کړې او امريکايانو ته یې ويلي، چې په ننگرهار کې دې هوايي بريدونه نه کوي، څو د دوی وسله وال د داعش پر وړاندې د جگړې پرمهال ژوبل نه شي، ورځپاڼه وايي تمه ده چې د ننگرهار په درېيو ولسواليو کې د طالبانو له لوري د اسلامي…
د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، سره له دې چې د جوزجان په درزاب کې د تسليم شويو داعش وسله والو په لومړي سر کې تود هرکلى شوى، خو افغان حکومت اوس دوى ته د دغو وسله والو په تړاو د پلټنو ډاډ ور کړى او ويلي یې دي چې دوى سره به د…
پاکستان پر ډيورنډ فرضي کرښه اقدامات او نظارت ډير کړي دي. پاکستاني حکومت ویلي، چې د اورپکو د تګ راتګ مخنیوي په موخه خپل اقدامات ډېر کړي دي. ددوی په وینا په همدې لړ کې یې د پوستو شمېر ډېر کړی دی او شپېته زره نور عسکر پر دغه کرښه ځای پر ځای کوي. پاکستاني رسنۍ وایي، نورو پاکستاني عسکرو…