افغانستان

امریکا غواړي د سولې مذاکرات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي چې د افغانستان ستونزه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ حل شي، واشنګټن به یوازې منځګړیتوب کوي او هڅه یې دا ده، چې په دې پروسه کې اسانتیا رامنځ ته شي. خلیلزاد همدا راز ویلي، په…
کابل کې د څرخي پله زندان نژدې یو نیم زره زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی. د افغانستان تر ټولو لوی زندان دغه اعتصاب کونکي بندیان وايي، د ولسشر د بښنې له فرمانونو بې برخي دي او د سزا کمولو فرمانونو کې هم پام نه ورته کېږي. د افغانستان زندانونو ریاست مسوولینو هم تایید کړې، چې دغه زندانیان له…
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیال افغانستان ته راغلی و او دلته یې روان وضعیت له نږدې څارلی دی. د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق وايي، د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مرستیال په افغانستان کې له بېلو سیاسي څېرو، حکومتي چارواکو، بهرنیو سفیرانو او یوناما له چارواکو سره کتلي دي. هغه په خپل…
مصر د ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکاري کوي. د مصر سفیر هاني صلاح وايي، هېواد یې چمتو دی چې لا ډېرو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او همدا راز د ترهګرۍ او افراطیت ضد مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ودرېږدي. نوموړي د ملي امنیت د شورا له سلا کار حنیف اتمر…
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د مصر په پلازمینه قاهره کې د سید جمالدین افغان د یوې مجسمې جوړېدل چې د روانې میلادي میاشتې په ۶ مه وښودل شوه، د افغانستان او افغانانو لپاره د ستر ویاړ وړ وبلله. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سید جمالدین افغان هفه افغان فیلسوف و، چې…
چین د دوه اړخیزو همکاریو د ښه والي په موخه لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته رالیږي. د ملي امنیت شورا له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت سلاکار کابل کې د چين له سفير سره په لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام او پرمختګونه خبرې وکړې. سونګ…
د چین هېواد غواړي د ترکمنستان د ګازو پروژه چې د افغانستان، پاکستان او هند تر منځ ده ځان شریک کړي. د پاکستان د ګازو د ادارې مشر مبین صولت وايي، چې چینایي چارواکو لیوالتیا ښودلې ده د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګازو د لېږد له پروژې (تاپي) سره یو ځای شي. هغه ویلي، چین غواړي…
د اروزګان د چنارتو ولسوال وايي چې د نادرکه شویو لسګونو سرتېرو له ډلې نه یې د ٣١ مړي پيدا شوي خو د ملي دفاع وزارت بیا دا خبره رد کړې ده. څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه ډله ييز بريد وکړ، چې له امله يې لسګونه سرتېري نادرکه شوي…
کابل کې د سعودي سفیر جاسم محمد الخالدي وايي چې هېواد يې له افغانستان سره سوداګري پراخوي. د سعودي سفارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې الخالدي د افغانستان د ماليې له سرپرست وزير ډاکتر محمد همایون قیومي سره لیدلي دي. د سرچینې په وینا په دې ليدنه کې سفير په نورو برخو کې د مرستو تر…
د ځینو ایراني رسنیو د راپورونو له مخې پر ایران د امریکا له اقتصادي بندیزونو وروسته په یاد هېواد کې اقتصادي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. وړاندې تر دې په ایران کې هر افغان کارګر کم تر کمه یو میلیون تومان کار کول چې تقریباً ۱۹۰۰۰افغانۍ کېږي خو له اقتصادي بندیزونو وروسته د یو میلیون ایراني ریالو ارزښت…
ولسمشر غني وایي، څو چې نر او ښځې اقتصادي بسیاینې ته ونه رسېږي، وضعیت بدلون نه مومي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د کاپیسا ولایت له ښځو سره وکتل او په تحصیلي بورسیو کې یې د ښځو د ونډې، د ښځو د پیاوړتیا، د ولایت په ادارو کې د ښځو د استخدام د زیاتوالي، د…