افغانستان

مشرانو جرګې د ټليفون له کرېډېټ کارټونو د لس سلنه مالیې اخیستلو په تړاو د ولسمشر هغه فرمان تاييد کړ چې ولسي جرګې رد کړی و. مشرانو جرګې پرون په خپله عمومي غونډه کې وویل، حکومت باید له کرېډېټ کارتونو د ماليې راټولولو لپاره تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې شفاف برېښنايي سیسټم رامنځته کړي.د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار…
د احصائیې مرکزي اداره وايي، د هېواد د نفوسو کره شمېرې د معلومولو لپاره يې د «ریموټ سېنسنګ» په نامه یوه نوې کړنلاره غوره کړې ده.دغه اداره وايي، د ریموټ سنسنګ کړنلاره به په لږ وخت، لږ لګښت او لږې تېروتنې سره په نړيوالو معيارونو د نفوسو کره شمېره څرګنده کړي.د احصائيې د مرکزي ادارې مسوولینو پرون په کابل د…
د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېر کال په پرتله افغانستان ته د درملو د قاچاق کچه لس سلنه را کمه شوي دي.د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د افغانانو د اړتيا وړ يوازې لس سلنه درمل په کور د ننه توليديږي او پاتې ۹۰ سلنه يې له هند، پاکستان، ايران، چين او بنګله دېش هېوادونو وارديږي. د…
د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ پولیس وايي درې کاله کيږي، چې جامې او سم خوراکي توکي نه دي ورکړل شوي او د مهماتو له اړخه هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي.د دواب ولسوالي له تېر یوه کال راهیسې کلا بنده ده، د دې ولسوالۍ پولیس وايي تنخاوې په وخت نه ورکول کيږي او په دویم او درېیم لاس…
د غزني امنيتي چارواکو د ولايتي شورا د دوو غړو تر منځ د وسله والې نښتې له کبله د ولايتي شورا دروازه تړلې ده. دا وسله واله نښته د لطیفې اکبري او نصیر احمد فقیري په نومونو د غزني د ولايتي شورا د دوو غړو د ساتونکو ترمنځ هغه مهال شوې چې دواړو د شورا په خپلمنځي ټاکنو کې د…
ولسمشر غني د ټاکنو کمیسیون د غړو د انتخاب لپاره د غوراوي پخوانۍ کمېټې د کار د بیا پیل امر کړی دی. د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټاکنو کمیسیون کمیشنران په دې بریالي نه شول، څو یو وړ کس ددغه کمیسیون مشرۍ ته انتخاب کړي، نو د غوراوي کمېټه به خپل کارونه…
د ننګرهار ولايت لسګونو قومي مشرانو د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو اعتراض وکړ.دغو قومي مشرانو، چې د ننګرهار د ولایتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو، له حکومتي چارواکو وغوښتل څو د ملکي خلکو ژوند او خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.دوی ویل، تېره اونۍ د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ځمکني…
د ولسي جرګې ګڼو وکیلانو میاشت وړاندې ویلي وو، که حکومت نیمايي کابینه ور معرفي کړي دوی به نه یوازې دا چې د باور رایه نه ورکوي بلکې د ولسي جرګې تالار ته د ننوتلو مخه به یې ونیسي؛ خو اوس حکومت نیمګړې کابینه ولسي جرګې ته ور وپېژندله او وکیلانو هم خپله پرېکړه ماته کړه.د ولسمشر دویم مرستیال سرور…
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، په ولسوالۍ کې يې لا هم داعش ته اکمالات کيږي چې له کبله يې دغه ډله د پياوړي کېدو په حال کې ده. دوی وايي، چې حکومت د داعش وسله والو پر ځای ملکي خلکو ته د خوراکي توکو پر لېږد بنديزونه لګولی دی.د ننګرهار والي هم مني چې داعش وسله والو ته…
افغان حکومت د سوداګرۍ یوه داسې ملي پالیسي جوړوي چې تمرکز به يې له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې پر پانګونې وي.د سوداګرۍ وزارت چارواکو، چې پرون يې په همدې اړه د ځینو نړیوالو سوداګریزو بنسټونو او افغان سوداګرو یوه مشورتي غونډه ور بللې وه، وايي په دې پالیسۍ کې به د خصوصي سکټور ودې ته ځانګړې…
د مخکېني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د عينو مېنې د اسنادو په اړه د څېړنو په غبرګون کې وايي، چې دغه ښارګوټی قانوني اسناد لري او بايد د سیاسي لوبې ښکار نه شي.کرزي پرون په کندهار کې ازادي راډيو ته ويلي، د عینو مېنې د ځمکې په بدل کې د کندهار ښاروالۍ ته پنځه ميليونه ډالره ورکړل شوي…