افغانستان

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې لوری څرګند شوی او له هغوی سره چې تېره اونۍ یې په کابل کې خونړي بریدونه وکړل سوله نه کوي.غني چې پرون يې په کابل کې د سولې عالي شورا عمومي غونډې ته وینا کوله وویل، هغه ډلې چې سوله غواړي بايد له هغو ډلو جلا شي چې سوله نه مني. غني ټینګار…
کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينې جنجوعه په مشرۍ د پلاوي له راتګ سره سم، د چارو شنونکي وايي چې افغان حکومت بايد پاکستان له نړيوالو فشارونو خلاصېدو ته پرېنږدي.په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د تېرې ميلادي مياشتې تر خونړيو پېښو او بريدونو وروسته ولسمشر محمداشرف غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې…
د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره یا «CIA» د هغو سرچینو د موندلو هڅه کوي چې پر مټ يې وسله وال طالبان تورې پيسې سپينوي.د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر مایک پامپیو په انټرپرایز انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، جنايي شبکو او جنګي ډلو د نشه ‎يي توکو له کښت، تولید او قاچاقه په تر لاسه…
د مشرانو جرګې لومړی مرستيال محمدعلم ايزديار وايي، حکومتي مشران دې خپل اولادونه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې شامل کړي څو نور ځوانان هم وهڅېږي او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يو ځای شي.د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار ازادي راډيو ته ویلي، ټول افغانان په ځانګړي ډول د حکومت د مشرانو اولادونه د وطن د ساتنې…
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي پلټونکي دفتر (سيګار) مشر جان سوپکو ويلي چې د امريکا دفاع وزارت په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سيمو په تړاو د جزئياتو له خپرولو منعه کړي دي.د فرانسې د خبري اژانس د يوه راپور پر بنسټ، د سيګار په پلټنو کې معلومه شوې چې د افغانستان څومره خاوره…
د ټاکنو خپلواک کمېسيون شپږ غړي په دې سره سلا شوي چې رفيع الله بيدار د کمېسيون د نوي مشر په توګه وټاکي.پژواک خبري اژانس د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يوې سرچينې له قوله ويلي چې د کمېسيون درې غړي هر يو رفيع الله بيدار، سيد حفيظ الله هاشمي او عبدالبديع صياد د کمېسيون رياست ته نوماندان وو، خو سيد…
هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الو او دې ته ورته نورې، د سرطان ضد خاصیت لري. د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګين خالونه د سرطان مخه نیسي.دوی وایي، هغه مېوې چې دغه ډول رنګين خالونه لري؛…
د علماوو سرتاسري شورا وايي، په کابل او ځینو ولایتونو کې وروستي خونړي بریدونه وحشیانه او غیر اسلامي اعمال دي. د علماوو د سرتاسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته د وينا پر مهال وروستي خونړي بريدونه وغندل او ويې ويل چې دغسې بريدونه په اسلام کې جواز نه لري. د کشاف…
د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خلاف چې له طالبانو سره د سولې له خبرو يې انکار کړی، د ناټو عمومي منشي د سولې لپاره د هڅو په دوه برابره کولو ټينګار کړی دی.د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي، اوس د دې وخت را رسېدلى چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې دوه برابره ډېرې شي.سټولټنبرګ دغه څرګندونې…
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې او ويلي يې دي چې طالبانو ته به په جګړه کې ماتې ورکوي. د سیاسي چارو شنونکي د ټرمپ څرګندونې د امريکا د پاليسۍ هغه اړخ بولي چې تر دې مهاله پټ ساتل شوی و. دوی وايي ټرمپ په خپلو خبرو سره ثابته کړه چې امريکا…
د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې د ملي دفاع وزارت پر ١١١مې فرقې د وسله والو مخالفينو په ډله ييز بريد کې ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، پنځو وسله والو مخالفينو پرون سهار شاوخوا څلور بجې د قرغې په سيمه کې د ١١١مې فرقې پر يوه کنډک ډله ييز بريد وکړ.هغه…