افغانستان

ولسمشر غني د رڼو ټاکنو ترسره کېدو او دغه راز د ټاکنو پروسه کې د لاسوهنې د مخنیوي لپاره نوی فرمان صادر کړی دی. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، ولسمشر د ټاکڼو د بهیر د روڼتیا په موخه په یاده پروسه کې د دولتي چارواکو، منسوبینو او…
د افغانستان او پاکستان تر منځ په اقتصادي راکړه ورکړه کې زیاتولی راغلی دی. د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې له افغانستان نه پاکستان ته د وارداتو کچه زیاته شوې ده. په راپور کې دغه راز یادونه شوې، چې افغانستان ته د پاکستان صادرات چې د ۲۰۱۶میلادي کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۷میلادي کار تر مې میاشتې پورې یو میلیارد…
اشیا ټایمز په خپل یوه راپور کې وايي امریکا هڅه پيل کړې چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي. د نشریې په باور طالبان باید په دې پوه شي چې د ۲۰۱۸ کال افغانستان د ۱۹۹۰ کال له افغانستان سره پوره توپير لري او افغانان له مدرنو سیاسي نظامونو سره بلد شوي دي. په مطلب کې راځي چې د سولې…
په کندهار کې تازه په تازه د بلک هاک الوتکو ۹ پيلوټان او اته نښه ویشتونکي فارغان شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه کسان به په جنوبي ولایتونو کې د جګړې لیکو ته ستنېږي او د وسله والو ډلو پر ضد به عملیات کوي. روزل شوي پيلوټان وايي، ددوی د ماموریت عمده برخه دا ده، چې په…
په ازره کې امریکايي الوتکو هوايي بریدونه کړي دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې له څو ورځو راهیسې په ازره کې خونړۍ جګړې روانې دي. دده په وینا وسله والو طالبانو ددغه ولسوالۍ ټولې لارې تړلې دي او خلک له سختو ستونزو…
د ملي يووالي حکومت اجرائیه ريیس وايي چې په جوزجان کې له تسلیم شویو داعش جنګیالیو سره د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي.عبدالله زياتوي چې د داعش جنګياليو تسليمي په دې مانا نه ده چې د هغوی له لوري پر شويو جنايتونو دې سترګې پټې شي. اجرائيه رييس پرون د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې خبریالانو وویل چې د…
د کاپیسا د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې ۵۰ بېوزلو مېرمنو ته د شاتو مچۍ وېشلې دي. دوی وایي، دغه مچۍ کونډو او بېوزلو مېرمنو ته د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو، د اقتصادي غوړېدا او په دغه ولایت کې د شاتو د صنعت د پراختیا په موخه وېشل شوې دي.د دوی په وینا،…
حزب اسلامي وايي، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون اراده نه ‎لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په بایومېټریک سیستم ترسره کړي.د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ګواښ کړی چې که د راتلونکو ټاکنو لپاره د سیاسي ګوندونو طرحه و نه منل شي، دوی به پراخ مدني اعتراضونه وکړي.د حزب اسلامي ګوند يوه وياند فضل…
د اسلامي همکاريو سازمان د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې په هېواد کې د سولې لپاره هڅې چټکې کړي.په کابل کې د اسلامي همکاريو سازمان سفير حسین اونی بوتسالي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ياد سازمان عمومي منشي يوسف اولتايمين د افغانستان د سولې په اړه د مکې معظمې له پرېکړه لیکه د جدي…
په ننګرهار کې قومي مشرانو له طالبانو غوښتي چې د داعش پر خلاف عمليات وکړي او خلک د هغوی له شره خلاص کړي.مسير ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي چې د طالبانو پر سرې قطعې مشهوره ډله ننګرهار ته رسېدلې او دا مهال په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د داعش پر خلاف د جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دي.ځايي سرچينو مسير ته…
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر وايي چې عدالت دې د سولې نه قرباني کېږي او په وينا يې چې سوله په عذر او زاريو نه ټينګېږي. سمر دغه راز ادعا کړې چې د حزب اسلامي د غړو په نوم د خوشې شويو بنديانو په منځ کې ګڼ شمېر طالبان هم خوشې شوي دي.نوموړې زياتوي چې دا…