افغانستان

د هېواد د بندخونو او محابسو عمومي رییس د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ریسې پرونۍ څرګندونې رد کړې دي. د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر پرون په یوه خبري ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان زندانانو کې خراب وضعیت د دې لامل شوی، چې زندانونه د طالبانو پر فابریکو بدل شي. د…
حزب اسلامي ګوند وایي، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون اراده نه لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې په بایومټریک سیسټم ترسره شي. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګواښ کوي چې که د راتلونکو ټاکنو په برخه کې د سیاسي ګوندونو طرحه ونه منل شي، دوی به پراخ مدني اعتراضونه وکړي. د یاد ګوند…
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، امریکا له یوې خوا ځان د افغانانو متحد بولي خو له بلې خوا بیا د افغانستان ارضي تمامیت تر پښو لاندې کوي. نوموړي هغو راپورونو ته په اشارې، چې ویل کېږي پاکستان د امریکا په مالي مرسته پر ډيورنډ اغزن سیم غځوي، ویلي د امریکا دغه ډول کړنې افغانانو ته د منلو وړ نه دي.…
د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وایي، د افغان ولس، دیني علماوو او سیمه ییزو هېوادونو غوښتنه دا ده، چې طالبان او افغان حکومت یوه دایمي اوربند ته سره ورسېږي. هغه د طالبانو د قاضی القضات وروستۍ خپرې شوې خبرپاڼې ته په اشارې وايي، چې طالبان هم له جګړو ستړي شوي دي او ډيری طالب قومندانان د اوربند پلویان…
اجرایه رییس وایي د امریکايي او طالب استازو د لیدنې اصلي موضوع د افغانستان سوله ده. دده په خبره خلکو ته د امریکايي او طالب پلاوي دلیدنې موضوع اندېښنې پیدا کړې، خو دا مسئله د اندېښنې وړ نه ده، له ټول روان بهیر افغان حکومت خبر دی او له ټولو خواوو سره په اړیکه کې دی. دده په وینا د…
یو لوړپوړی افغان پلاوی چابهار بندر ته تللی دی او له دغه بندر یې لیدنه کړې ده. ایراني رسنۍ وایي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز د ترانسپورت وزارت یو پلاوی تېره ورځ چابهار بندر ته تللی دی او په دغه بندر کې یې له روانو چارو لیدنه کړې ده. افغان پلاوي دغه بندر د افغانستان…
د حزب اسلامي غړی غیرت بهیر د فریدې کوچۍ پر ځای د انتصابي سناتور په توګه ټاکل شوی دی. د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفانو له لوري د لوی ملي اېتلاف تر اعلان وروسته حکومت ظاهرا پر اېتلاف د فشار واردولو لپاره حزب اسلامي ته ځینې امتیازات په پام کې نیولي دي. په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار…
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له طالبانو سره مذاکرات یوازې د افغان حکومت کار دی او نور هېوادونه په دې اړه پرېکړه نه شي کولی.دا څرګندونې په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر د هغو څرګندونو په غبرګون کې دي چې ويلي يې وو، د افغان حکومت له استازو پرته په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ…
په تېره ميلادي مياشت کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شويو ٢٣٩ بريدونو په پایله کې نږدې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شمېرې ښيي چې د مرګ ژوبله کچه د وړمې مياشتې په پرتله ٢٩ سلنه لوړه شوې ده.پژواک په يوه څېړنيز راپور کې ويلي چې تېره مياشت په ۳۱ ولايتونو کې بريدونه شوي چې له…
وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې په قطر کې د دې ډلې د دفتر په مشرۍ کې اختلاف راپورته شوی او اوس يې پر بدلولو غور روان دی. طالبانو ته نږدې سرچينو پژواک ته ويلي وو چې غواړي له امريکا سره د مخامخ خبرو تر پيلولو وړاندې د قطر دفتر په مشرتابه کې بدلون راولي.سرچينې دغه راز…
د ملي دفاع وزارت وايي چې په فراه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله ځای پر ځای شوې ده.د دغه وزارت سرپرست وياند جنرال محمد رادمنش وايي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه ډله به په فراه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغان پوځ سرتېرو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي.د جنرال رادمنش په…