افغانستان

په پروان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونو پر ګډه ګزمه ځانمرګی برید شوی چې له کبله يې بهرني سرتېري هم وژل شوي دي.د پرېکنده ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندانۍ له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د برید له امله د پرېکنده ملاتړ ماموریت اړوند درې سرتېري وژل شوي او د دوو افغانانو…
په داسې حال کې چې په کابل او ځينو نورو لويو ښارونو او ګڼ مېشتو سيمو کې د وسله والو طالبانو بريدونه تر يوه بريده کم شوي، په مختلفو ولايتونو کې د پوځ او پوليسو پر اډو او پوستو بريدونو زور اخيستی، چې له کبله يې د سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.د پوځي چارو شنونکي پر وضعيت…
وسله والو طالبانو د قطر په سياسي دفتر کې رامنځته شوي اختلافات او د مشرتابه د بدلولو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل. طالبانو ته نږدې سرچينو پرون ويلي وو چې له امريکا سره له نېغ په نېغه خبرو اترو مخکې دوى غواړي د قطر د دفتر مشرتابه بدل کړي. سرچينې دغه راز ويلي وو چې د قطر د…
یو افغان هند ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی. ټایمز اف اینډیا د هغه افغان په اړه لیکنه کړې ده چې هند ته یې نشه يي توکي قاچاق کول. نشریه لیکي، دغه افغان په لومړي سر کې ناروغ و، خو هند ته د درملنې تر تګ وروسته یې د نشه يي توکو د قاچاق…
له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې د افغان حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر راین کراکر له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي. دواړو لورو د امریکايي ځواکونو پر ایستلو او یو لړ نورو مسایلو خبرې کړې دي. دده په خبره…
طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې له امريکا سره تر خبرو مخکې په قطر کې د طالبانو د دفتر لپاره نوى مشرتابه ټاکل کېږي.پژواک طالبانو ته د يوې نږدې سرچينې له قوله، چې نوم يې نه دی ښودل شوی ویلي چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله په قطر کې د مېشتو طالبانو له يو شمېر شکايتونو وروسته د مولوي…
په لندن کې د افغانستان سفير سيدطیب جواد له انګرېزي ډېلي مېل ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي چې ګڼ شمېر پاکستاني الاصله برېټانويان د داعش په ليکو کې تر جذبېدو وروسته د افغانستان ختيځ ته تللي دي.جواد ويلي، ياد کسان په وروستيو کې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتو سيمو کې…
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون دې د نوماندانو په تړاو د شويو پلټنو پايلې ژر تر ژره له دوی سره شريکې کړې. د ټاکنو کمېسيون ټينګار کوی چې که د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د نوماندانو په تړاو د خپلو ارزونو پايلې ژر تر ژره له دوی سره شريکې نه کړي، نو د ټاکنو پروسه به له…
په ننګرهار او پکتیا کې د داعش له وروستیو وحشتونو او په جوزجان کې د داعش په تړاو له بدلونونو وروسته، کتونکي وايي چې حکومت باید په دې تړاو وضاحت ورکړي.په ننګرهار کې داعش پرله پسې خونړي بریدونه وکړل چې زموږ سلګونو هېوادوالو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. دغه راز داعش په پکتیا کې په یوه ځانمرګي برید کې لسګونو…
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، پر نشه يي توکو هر معتاد افغان هره ورځ له يوه تر لسو ډالرو پر نشو لګوي.په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې معتادین ټوله ورځ پر ډېرانونو سرګردانه ګرځي او د خوراکي موادو د فلزي قطيو، پلاسټیکونو او نورو شيانو د راټولولو او خرڅولو له لارې، د نشه…
د سولې ولسي حرکت له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغان جګړې په ختمېدو او د سولې د ټينګښت په برخو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.د دغه کاروان غړو چې پرون په کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر مخ ته راټول شوي وو، له يادې ټولنې وغوښتل چې د افغان جګړې د ختمېدو او سولې د ټينګښت په…