دایران لاریون؛ ایا دایراني ډوډۍ پاڅون پیل شوی؟

13 مرغومی 1396 ډاکتره فاطمه الصمادي ژباړن: حمیدمحمد شاه

دا لیکنه په ایران کې د لاریون پر شالید او مختلفو اړخونو رڼا اچوي، لاریون لومړی په مشهد کې پیل شو او موخه یې د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ په اړه غبرګون و چې وروسته یې بیا لمن تر پلازمېنې تهرانه ورسېده او داسې شعارونه یې بدرګه کول، چې په ایران کې (سرې کرښې) بلل کیږي.
په مشهد کې حکومت ضد لاریون پیل شو او ډېر ژر یې افقي بڼه خپله کړه، د ایران نورو ښارونو ته ورسېد او د اسلامي جمهوریت له تګلارو او سیاستونو سره یې مخالفت څرګند کړ. د تېرو جمعې او شنبې په ورځو کرمانشاه، ساري، اهواز، قزوین، کرج، اصفهان، قم، زاهدن او د پلازمېنې ځینو سیمو ته لاریون ورسېد، چې وار له مخه ورته په خواله رسنیو کې پراخ کمپاین شوی و.
د لاریون شعار اقتصادي غوښتنې وې، په ځینو برخو کې یې د ایران پر بهرنۍ تګلارې هم نیوکې پیل کړې، په سوریه کې لاسوهنه، له حزب الله او حماس سره یې د حکومت پر مرستو او ملاتړ نیوکې کولې او د ۲۰۰۹ زېږديز کال د لاریون شعار (نه غزه، نه لبنان زما روح دې له ایرانه ځار شي) تکرار کړ. دا په ۲۰۰۹ کال کې د زرغون خوځښت شعار و، چې حکومت وځپه او مشران یې تر اوسه په خپلو کورونو کې نظر بند دي. د یادونې ده، چې د ۲۰۰۹ کال د لاریونونو د مشرانو نومونه هېڅوک نه یادوي، پر ولسمشر روحاني هم نیوکې وشوې، ځینو لاریونوالو دپخواني پاچا د حکومت ستاینه کوله، چې د خمیني د انقلاب په ترڅ کې له منځه ولاړ. ځینې شعارونه داسې هم وو، چې پر مذهبي مشرانو یې نیوکې کولې او د ایرانیانو د حقوقو پر غلا یې تورن کړل.
دا لومړی ځل نه دی، چې په ایران کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه ایرانیان غبرګون ښايي او پر لاریون لاس پورې کوي؛ همدغه مشهد نږدې ۲۵ کاله وړاندې د ورته لاریون شاهد و. په ۱۹۹۲ کال کې د قاضي القضات محمد یزدي په سپارښتنه د مشهد د لاریون اووه مشران اعدام شول، په ۱۹۹۴ کال کې د هاشمي رفسنجاني د ولسمشرۍ پر مهال په قزوین کې ورته لاریون شوی و، په ۲۰۰۱ کال کې د محمد خاتمي د حکومت پر ضد په ټول ایران کې ښوونکو هم د خپل ناوړه وضعیت په غبرګون کې لاریون وکړ، په ۲۰۱۵ کال کې د کانونو کاریګرو هم د خپل ناوړه وضعیت په اړه غبرګون وښود.
لاریون څرنګه پیل شو؟
د (زیتون) په نوم وېبپاڼې، چې حکومت ضد تمایلات لري په خپلې یوې څېړنیزې لیکنې کې لیکلي وو: یو شمېر لاسوندونه څرګندوي، چې د مشهد غونډه او لاریون په پیل کې د هغو کسانو نوښت و، چې له نظام سره ټینګې اړیکې لري او موخه یې د روحاني پر حکومت نیوکې او فشار و. وېبپاڼه زیاتوي: شعارونه او بېنرونه او په ټېلګرام کې لېږدول شوي پیغامونه څرګندوي، چې دا د نظام پلوه بنسټپالو کړیو کار دی او په مشهد کې یې (د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي) تر سرلیک لاندې لاریون ته خلک رابلل، خو موخه یې پر روحاني فشار راوستل وه.
لیکوال د عیني شاهدانو له خولې لیکي: د لاریونوالو غوښنه برخه د (بسیج) ځواکونو له غړو جوړه شوې وه، خو د نورو اړخونو او بهیرونو غړو او استازو ته یې هم اجازه ورکړې وه، چې په لاریون کې ونډه ولري. د پیل شعارونه داسې وو چې د بیو پر لوړوالي یې نیوکې کولې او (مرګ په روحاني) شعارونه یې ورکول، چې وروسته بیا خبره تر مذهبي لارښود او اسلامي جمهوریت پورې ورسېده.
ځینې نورې شننې وايي: د لاریون تر شا د احمدي نژاد او د هغه د ملګرو لاس دی، چې خلک یې د حکومت پر ضد راپورته کړي دي.
ایراني رسنۍ د څه وخت لپاره د لاریون په اړه چوپه خوله وې . ان، چې د (رجا نیوز) په نوم یوې بنسټپالې وېبپاڼې نیوکه وکړه، چې دولتي ټلوېزيون او راډیو ولې د لاریون خبر نه تېروي او د ولس د غږ د خپرولو په اړه یې چوپتیا غوره کړې ده. همدې وېبپاڼې د څو لیکنو له لارې وغوښتل، چې رسمي رسنۍ باید د خلکو غږ خپور کړي او حکومت ته ښايي، چې خلکو ته ځواب ووايي او دا یې مسوولیت هم دی.
د رسمي رسنیو چوپتیا ډېر وخت ونه نیو، رسمي ټلوېزيون، وېبپاڼو د لاریون خبرونه خپرول او پر لاندې ټکو یې تمرکز کاوه:
۱- د خلکو اقتصادي غوښتنې د منلو دي.
۲- دا لاریونونه مشر نه لري، خو د خلکو له غوښتنو سره سرسري چلند به د دې لامل شي، چې لاریون ډېر مشران او استازي را وپنځوي.
۳- لاریون اقتصادي دی نه سیاسي.
۴- د شین خوځښت هېڅ نښې پکې نه لیدل کیږي.
روحاني په کومه برخه کې پاتې راغی؟
کله، چې په ۲۰۱۳ کال کې حسن روحاني خپل لومړنی ټاکنیز کمپاین پیل کړ، انتخابي نښه یې (کیلي) وه، په یوې ټلوېزوني مناظره کې یې جېب ته لاس کړ او کیلي یې ترې راوویسته او زیاته یې کړه: د ایران د ستونزو حل له ما سره دی، د نوموړي د ټاکنیز کمپاین ډېری شعارونه د اقتصادي ستونزو حل و، د همدې ستونزې او کړکېچ د حل لپاره یې ډېرې ژمنې وکړې او پر دې باور و، چې دا هر څه به د بندیزونو پر لرې کولو حل شي.
اټومي تړون لاسلیک شو، پر اټومي پروګرام د لګېدلو بندیزونو د پورته کولو ژمنې هم وشوې، خو اقتصادي وضعیت هماغسې مخ پر ځوړ و، امریکايي بندیزونه یو طرفه و او د اروپايي هېوادونو لپاره دا ستونزمنه وه، چې د دې بندیزونو د شتون پر مهال په ایران کې پانګونه وکړي او د ایراني اقتصاد د غوړېدا لپاره په دولتي پروګرامونو کې ونډه واخلي. پر دې سربېره د روحاني سیالانو او مخالفینو د نوموړي د اقتصادي اصلاحاتو پر وړاندې ستونزې او خنډونه رامنځته کول، چې روحاني پر دې ستونزو لاسبری نه شي.
اقتصادي رکود هغه ستونزه ده، چې روحاني ته له خپل سلف احمدي نژاد څخه په میراث رسېدلې ده، روحاني په ۲۰۱۳ کال کې له خپلې بریا وروسته هڅه وکړه، چې د پړسوب کچه یو څه راټېټه کړي هغه وخت نږدې ۴۰٪ ته رسېدلې وه، په اقتصادي ستونزو کې پړسوب د روحاني یوازېنۍ اندېښنه نه وه، په ۲۰۱۲ کال کې اروپايي ټولنې د ایران پر تېلو بندیز ولګاوه، وروسته یې ټول ایراني بانکونه، چې د اروپايي ټولنې له خوا پر سرغړونه تورن شوي وو د سوېفټ SWIFT له نړیوال سیسټم څخه وویستل. دا او د احمدي نژاد د اته کلن حکومت د ناسمو تګلارو پایلې داسې راووتې، چې د ایران مخ پر ځوړ اقتصاد یې نور هم وځپه.
روحاني په ۲۰۱۶ کال کې وتوانېد، چې ۵٪ اقتصادي وده رامنځته کړي او د تېلو بهرني صادرات یې یو څه زیات کړل.
اقتصادي وده او د پړسوب راکمول هغه لاسوندونه دي، چې په اقتصادي برخه کې د روحاني د بریا نښه ګڼل کیږي.
اوس پوښتنه دا ده، چې کومې ډلې او چا د روحاني له دې بریا څخه ګټه پورته کړه او ولې یې د خلکو پر ورځني ژوند اغېز ونه کړ؟
د اقتصادي چارو کارپوه علي فتح الله نژاد وايي: د یو شمېر څېړنو پر بنسټ اقتصادي وده دا مانا نه ورکوي، چې ټولنیز او اقتصادي وضعیت ورسره ښه کیږي، د دې پر ځای باید هر اړخیزه وده په پام کې ونیول شي، داسې اقتصادي وده، چې هر څه په مساوي توګه ووېشل شي، په دې وخت کې د یوه هېواد ډېری خلک ورڅخه ګټه پورته کولای شي نه یو څو محدود کسان. که په ایران کې د ژوند نورو اړخونو ته وګورو نو د روحاني د حکومت اقتصادي وضعیت دومره د باور وړ نه دی ځکه د همده د حکومت پر مهال د بېوزلۍ کچه پورته شوې ده.
د پړسوب د مخنیوي په برخه کې تدریجي بریا رامنځته شوې ده. د روحاني حکومت وتوانېد، چې د ۲۰۱۳ کال په دویمه نیمايي کې د پړسوب کچه، چې ۴۰٪ ته رسېدلې وه ۹٪ راکمه کړي، د ایران د مرکزي بانک د شمېرو له مخې له ۱۹۹۰ کال راهيسې دا لومړی ځل دی، چې اقتصادي موسسه د پړسوب په را کمولو کې بریا تر لاسه کوي، خو د دې بریا په بدل کې، چې د حسن روحاني حکومت تر لاسه کړې ده په ایران کې د بېکارۍ کچه زیاته شوې ده، په ۲۰۱۳ کال کې د بېکارۍ کچه ۱۰.۴٪ وه او په ۲۰۱۵ کال کې بیا ۱۱٪ ته پورته او په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲.۴٪ ته ورسېده، تېر دوبی همدا سلنه بیا ۱۲.۷٪ ته رسېدلې وه او د ۲۴ - ۲۰ کلنو ځوانانو تر منځ بیا د بېکارۍ سلنه زښته ډېره وه؛ په بله مانا د ایران د ځوانانو ۳۱.۹٪ هغه یې بېکاره دي.
په همدې وخت کې رسمي شمېرې وايي، چې نږدې ۱۱ ميلیونه ایرانیان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي ان یو ایرانی چارواکی بیا وايي: ۱۲ ميلیونه ایرانیان د مطلقې بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۳۰-۲۵ ميلیونه ایرانیان بیا په نسبي توګه بېوزلي دي، د ایران د سوداګریزو خونو اداره وايي: ۳۳٪ د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دي.
له بله اړخه له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ او پانګونې ګټه بیا په ټوله مانا دولتي سکټور ته ځي. د ۲۰۱۵ کال د جولای را هيسې، چې اټومي تړون لاسلیک شوی دی د ۸۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت نږدې ۱۱۰ تړونونه لاسلیک شوي، دا تړونونه له دولتي موسسو سره شوي دي او یا هغه چې له دولت سره تړاو لري، دا د دې مانا ورکوي، چې په ایران کې خصوصي سکتور ته دومره پاملرنه نه کیږي او نه دومره رول لري. په ایران کې بهرنۍ پانګونه هم له ۱۲ ميلیارده ډالرو څخه نه زیاتیږي.
روحاني په هر اړخیزه اقتصادي وده کې ناکام شوی دی، د ټاکنیز کمپاین پر مهال د اقتصادي غوړېدا او ودې ژمنې هسې کمپايني ژمنې وې، چې نړیوالو اقتصادي لېبرالانو او د روحاني پلویانو ورته تبلیغات کول.
د روحاني حکومت ونه توانېد، چې هغه ستونزې له منځه یوسي، چې له نیمايي ډېر ایرانیان ورسره لاس او ګرېوان دي.
روحاني اقتصادي ازادي غواړي، خو په خپلو کتابونو او ویناوو کې د دې لپاره څرګند تعریف نه وړاندې کوي ځکه خو له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ ګټه د اوسنیو او پخوانیو کسانو جېبونو ته ځي.
روحاني د دویم ځل ولسمشرۍ پر مهال خپله دا ومنله، چې په اقتصادي برخه کې ناکام دی او زیاته یې کړه: (موږ داسې یو اقتصاد ته اړتیا لرو، چې نوښت ولري او له چاپېریال سره اړخ ولګوي، خو له بده مرغه موږ په تېره پېړۍ کې په دې بریالي نه شوو، خو په نورو برخو کې مو پرمختګ درلود، سپینه یې ووایم تر اوسه موږ له دې ډېر لرې یو، چې د نړۍ او سیمې په کچه یو اغېزناک اقتصادي ځواک شو).
که چېرې د روحاني د حکومت د بودجې سرلیکونه وکتل شي نو دا شک پیدا کیږي، چې دا حکومت هم د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو په حل کې جدي نه دی. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۶ کال بودجې پر (سپما او امنیت) ټينګار کاوه له روغتیايي سکټور پرته نور ټولنیز خدمات ډېر کم شوي وو، خو امنیت او دفاعي سکتور بیا ډېر څه تر لاسه کړي وو. د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې روحاني وویل: نظامي بودجه نږدې ۱۴۵٪ زیاته شوې ده.
هغه ټولنه، چې بېړنۍ څانګې ته اړتیا لري
د دې ستونزې او کړکېچ د حل په برخه کې وړاندوینې یو څه سره ورته دي، بنسټپال، سمونپال او منځلاري نه غواړي، چې د لاریون او غبرګون دایره ډېره پراخه شي او د ګواښ بڼه خپله کړي. د محصلینو د ټولنې پخوانی غړی او خبریال فرید مدرسي لیکي:
۱- دا طبیعي لاریون دی او لامل یې د ایران ناوړه اقتصادي وضعیت او بېوزلي ده. پېچلې امنیتي ارزونې ته هېڅ اړتیا نه لري او لاملونه یې هم نامالوم دي.
۲- د واکمنو، سیاستوالو، روښنفکرانو، فرهنګیانو تر منځ ورځنۍ شخړې او جنجالونه، د یو بل د نیمګړتیاوو راسپړل دې لاریون ته زمینه برابروي، د دې پر ځای، چې مخور ټولنې ته پام وکړي د یو بل د ځپنې په اړه فکر کوي، د خلکو پر وړاندې د خپل مسوولیت احساس نه کوي.
په دې کې شک نشته، چې د حکومت یو شمېر مخالفینو دې لاریون او غبرګون ته زمینه برابره کړې ده او ان د لاریون په پیل کې یې خپل رول او ونډه درلوده، ان بنسټپالو رسنیو هم خپله ونډه درلوده، ځینو ورځپاڼو په لومړي مخ کې لیکلي وو (د تیلو ګډوډي ... ) د حکومت ځینو مخالفینو ویل دا اقتصادي لاریون د حکومت ضد هغه دی، دا د دوی تېروتنه وه پر اور یې تېل وپاشل.
د نن او پرون ورځې شعارونه دا څرګندوي، چې دا لاریون د احمدي نژاد له چلند سره ډېر ورته والی او شباهت لري، شونې ده، چې ووایو کېدای شي دا لاریون د یوې ځانګړې موسسې پر ځای ټول نظام وګواښي، احمدي نژاد داسې یو سیاستوال دی، چې د ټولنې له منځه را پورته شوی دی او اوس لګیا دی ځان ته خپل خط او ستراتېژي جوړوي. دا هم امکان لري، چې احمدي نژاد او په ټولنه کې د ټیټ پاړکي وګړي ورسره یو ځای شي، خو دا به د ایراني ټولنې ځپنې ته لار پرانیزي.
له دې لاریون سره به چلند یو څه سخت وي ځکه امنیتي ادارې له سیاسي او امنیتي غبرګون سره چلند کولای شي، امنیتي ارګان داسې ستراتیژي نه لري، چې له مختلفو اړخونو سره وړ چلند وکړي، له دې لاریون سره یوازې امنیتي چلند شونی نه دی او نه ورسره کېدای شي.
دا لاریون اوس مشر نه لري، خو په راتلونکې کې کېدای شي ۱۰۰۰ مشران ولري او دا به ډېره سخته وي، چې د دې لاریون سرخېلان او مشران مالوم شي، د لاریون را بلونکي ټولنیزې او سیاسي پېژندپاڼې نه لري او نه دقیق مهالوېش او تنظیم ته اړتیا لري؛ ځکه دوی اوس د سیاسي لرلید په چوکاټ کې حرکت نه کوي ان د لاریون د پایلو په اړه هم فکر نه کوي او له دې هم نه ډارېږي، چې شمېر یې څومره دی. دا هم د یادونې ده هغه لاریون، چې تنظیم ونه لري چارواکي ورڅخه نه ډارېږي خو د دې امکان شته، چې هره شېبه پر داسې ګواښ واوړي، چې د ټولو لپاره به د زلزلې بڼه ولري.
د حل په برخه کې کېدای شي لنډمهالې اقتصادي تګلارې رامنځته شي او د اوږدمهاله هغو لپاره کار وشي، چې اقتصادي نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي، له اقتصادي فساد سره مبارزه وشي، چارواکي باید د لاریون منځ ته ورشي او د هغوي غوښتنې خپله واوري، که چارواکي له لاریون ډاریږي نو پایله یې سخت ټکر دی، چې د ټولو لپاره ښه نه دی، عام او خاص به یې بیه اداء کوي. هغه شعارونه، چې د لاریون ګډونوال یې پورته کوي لکه ( مرګ پر دېکتاتور) دا باید جدي ونه نیول شي او دا ناروغه ټولنه ډېر ژر د بېړنیو مرستو څانګې ته ولېږدول شي، چې ژر روغه شي.
لنډیز او پایله
شونې نه ده، چې له لاریون سره سرسري چلند وشي او یا یې اغېز بابېزه وګڼل شي، اوس خو لاریون د اقتصادي ستونزو له کبله دی، خو ایرانۍ ټولنه وېشل شوې ده او وروستیو ټاکنو ټولنیز بهیر رامنځته کړی دی، چې اوس یو ځل بیا ځان سمبالوي او د ایران په ګانده کې به پرېکنده رول لوبوي. د ګوښه کولو سیاست د همدې بهیر ټولنیز بستر جوړوي، ځکه اوس ډېری ایرانیان داسې انګېري، چې حکومت او نظام دوی په لوی لاس څنډې ته کړي دي، ان له اقتصادي پروژو بې برخې دي، د همدې نوي بهیر رېښې له پلازمېنې بهر کلیو او بانډو ته هم غځېدلې دي. دا په ټوله مانا یو ولسي بهیر دی، چې د نورو په پرتله احمدي نژاد ته ډېر نږدې دی.
په ایراني کلیو او بانډو کې بېوزلي له ورایه څرګندیږي. د رسمي شمېرو له مخې نږدې ۱۲ ميلیونه وګړي د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ډېری یې کلیوال دي. که چېرې متوجه شو، چې د روحاني پر ضد له څو اونیو راهيسې پروپاګند او تبلیغات پیل شوي وو، چې د ده بنسټپال مخالفین یې په سر کې شتون لري دا هم کېدای شي، چې دا لاریون د هغو کړیو په اشاره پیل شوی وي، چې له مذهبي مشر سره نږدې اړیکې لري.
په بهر کې د ایران د تګلارو پر ضد شعارونه اخلاقي اړخ نه لري بلکې له دې اړخه دي، چې (کور دې ډېوې ته اړتیا لري مسجد ته یې مه وړه) د ایران بېوزله تر نورو وړ دي، چې مرسته ورسره وشي، ځکه په وروستیو ټاکنو کې د ایران بهرنۍ تګلاره اصلاً د بحث موضوع نه وه بلکې اقتصاد یې غوښنه برخه جوړوله، ان په سوریه کې د ایران لاسوهنه هېڅ یاده شوې نه ده.
همدا راز د دې لاریون اغېز ته باید په کمه سترګه ونه لیدل شي او نه دومره دی، چې نظام ته ګواښ ورپېښ کړي، خو دا په خپله د اوښتون او بدلون پیلامه ده، چې اوس ورسره ایران مخامخ دی، که همداسې ورپسې وغځېږي کېدای شي د اوسني نظام بنسټ ولړزوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.