حکومتي ویاندویان، د فیل په غوږ کې ویده خلک

04 سلواغه 1396 لیکوال: لمر افغان

ویاندویان د دولت ژبه ده. خو متاسفانه دغه ژبه تر ډېره ګونګه او یا مبهمه ده. دلته په افغانستان کې د مخامخ جګړو او چريکي عملیاتو تر څنګ د تبلیغاتي جګړې ډګر هم ګرم دی خو د حکومت دغه مهمه برخه بریالۍ نه ده. ځکه ستونزه دا ده، چې دغه مهمه برخه هم د پېژندنې او شخصي اړیکو پر اساس افرادو ته سپارل کېږي. ډېری ویاندویان په میاشتو او اونیو هم د رسنیو مخې ته نه راځي او چې را هم شي پخواني او زاړه معلومات له خلکو سره شریک کړي. له رسنیو سره پر وخت او اغېزناکه همکاري نه لري. ویاندویان تر ډېره هغو رسنیو ته وخت ورکوي، چې پوهېږي د دوی په شهرت کې مرسته کولی شي.
حکومت رسنیو ته حق ورکړ، چې اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. دوی کولی شي له دې فرصت په استفادې شفاف اطلاعات ولري او په خپلو راپورونو کې ګټه ترې واخلي. خو متاسفانه رسنۍ او خلک لا هم له دې قانون او اسانتیا ګټه نه شي پورته کولی. یوه خبره باید له یاده ونه باسو چې تر ډېره حکومتي ویاندویان هم ځینو معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري. دوی هم نه شي کولی په ډېری مواردو کې اصلي خبره وکړي. زه خپله یوه خاطره بيانوم. یو وخت له یوه حکومتي ویاند سره، چې اوس یې له دندې ګوښه شوی، په یوه ځای کې ناست وم. له یوې رسنۍ زنګ ورته راغی او د کومې مسئلې په اړه یې معلومات ترې غوښتل. هغه ښه ډېر د خبریال خبرو ته غوږ شو، خو چې پوه شو، کوم څه ورسره نشته نو ځواب یې ورکړ، وبښه اوس په یوه جلسه کې یم داسې نیم ساعت وروسته زنګ درته وهم. ټلیفون یې بند کړ او په جېب کې یې واچاوه. ما ویل ولې؟ د سړي ټول کار دې خراب کړ. وایي معلومات راسره نشته نو څه ووایم، که ووایم نه یم خبر هم غم او که غلط څه ووایم لا ستر غم. دا نو یوه نمونه وه چې ما یې په اړه وویل، ښایي ډېری ویاندویان همداسې وي.
زما همکاران ډېر وخت د راپور جوړولو لپاره ویاندویانو ته ایمېلونه کوي، زنګونه ورته وهي خو له ساعتونو هڅو وروسته هم په دې نه بریالي کېږي چې د اړتیا وړ معلومات تر لاسه کړي. د حکومت مخالف اړخ ته که وګورو او دواړه سره مقایسه کړو، نو ښايي ډېر تفاوت ووینو. دوی د پېښو په اړه تر حکومتي ویاندویانو ډېر ژر او پر وخت د خپل تبلیغ لپاره معلومات خپروي. دا چې د دوی معلومات سم دي او که نه دي، خو خپل کار ته یې د کار په سترګه کتلي دي. ګیله دلته په دې ځای کې کېږي چې ځينې ویاندویان د خپلو کارونو په برخه کې ولې دومره بې تفاوته دي او ولې له شته امکاناتو د حکومت او خلکو په ګټه کار نه شي اخیستلی.
هر وزارت د نشراتو ریاست او د دې برخې لپاره ځانګړی تشکیل او کارکوونکي لري. خو دا چې له دغو ټیمونو کار نه اخیستل کېږي نو موجودیت یې هم بې ګټې دی. څه موده مخکې مو په همدې ورځپاڼه کې ښايي د وزارتونو د وېبپاڼو په اړه معلومات لوستي وي. ډېری وېبپاڼې په میاشتو میاشتو هم نه وې نوې شوې. معلومات یې زاړه و او د اړوندو وزارتونو مطبوعاتي ټیم دا وخت نه و پیدا کړی، چې خپل معلومات نوي کړي.
نننۍ جګړه که له یوې خوا د ګولیو او ویشتلو جګړه ده، نو له بلې خوا د قوي تبلیغاتو جګړه ده. تبلیغات په ټوله نړۍ کې نه یوازې د جګړو د ګټلو لپاره مهم دي، بلکې په سوداګرۍ او نورو برخو کې هم ترې پوره کار اخیستل کېږي. زموږ په هېواد کې د حکومت لپاره د یوې قوي تبلیغاتي دستګاه جوړول ځکه ضروري دي چې تر ډېره جګړه تبیلغاتي ده. دښمن د پراخو تبلیغاتو او منظمو پروډکشنونو له لارې ویډیوګانې تولیدوي، په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي، له همدې لارې خپلو لیکو ته کسان جذبوي، د ګرافیک په برخه کې پوره هڅه کوي او د اغېزناکو تبلیغاتو لپاره کار کوي.
خو برعکس په حکومت کې، نه یوازې چې د پراخو تبلیغاتو او فکر د خپرولو یوه قوي مرجع نشته، بلکې په حکومت کې دا څانګه هم نشته، چې د دښمن تبلیغات خنثی او یا لږ تر لږ بې اغېزې کړي. داسې که کلو او بانډو ته سر ورښکاره کړی، نو پوه به شی چې دښمن په څومره لوړه او پرمختللې کچه خپله تبلیغاتي برخه فعاله ساتلې ده. د دوی ویاندویان، لیکوالان او بالاخره ویډیو جوړونکي یا غږیزو برخو کې کارکوونکي په ډېرې چټکۍ خپل کار کوي.
حکومتي ویاندویان چې یوه موخه یې هم د دغه ورانکاره یا په بله خبره د هېواد ضد تبلیغاتو خنثی کول او سم معلومات خلکو ته ورکول دي، په خپل کار کې تر ډېره نه دي بریالي. دوی دا کار له سره کړی نه دی، چې نوي تولیدات ولري، د تبلیغاتو او اضافي معلوماتو لپاره خلاقیت ولري، بلکې د اړتیا وړ معلومات چې رسنۍ او خلک ورته اړتیا لري هم له دوی سره نه وي. خلک مجبور دي چې د سمو معلوماتو پر ځای په نيمګړو معلوماتو او اطلاعاتو تکیه وکړي چې دا مسئله پر حکومت د خلکو باور ته زیان رسوي.
حکومت ته پکار ده، چې دې برخې ته جدي توجه وکړي، ځکه دا هغه برخه ده، چې د حکومت او ولس تر منځ یا د حکومت او نړۍ تر منځ اړیکې ټینګوي. دا برخه یوه مهمه وسيله ده، چې حکومت کولی شي په مرسته یې د خپل قوت لپاره ترې ډېره استفاده وکړي. دوی باید حکومتي ویاندویان د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره وروزي او دلته هغه کسان وګوماري چې وړتیا ولري نه دا چې د پېژندنې او شخصي اړیکو له مخې ګومارل کېږي.
په دې توګه به خلک له حقایقو خبر وي، پر وخت به سمو معلوماتو ته لاسرسی لري او کله چې دغه برخه ويښه شوه، نو ولس ويښېږي او د خپل حکومت غږ ته ځواب وايي. که له ولس سره د حکومت ژبه او اړیکه پرې شوه، بیا دې حکومت هم له خلکو د مرستې او ملاتړ تمه نه لري. د امنیتي ادارو ویاندویان نه یوازې دا چې د معلوماتو د رسولو مسوولیت لري، بلکې دا هڅه هم ورته ضرور ده چې د دښمن دتبلیغاتو ځوابونه پر وخت ووايي. ځکه په افغانستان کې تر بل هر څه امنیت مهم دی او خلک د دې تمه لري چې په دې برخه کې په هر تحول خبر وي. هیله ده، چې حکومت دغه تقریباً فلج شوې برخه یو ځل بیا پر پښو ودروي او له خلکو سره د اړیکو او رابطې دا مهمه څانګه د ډېرو ستونزو ځواب ووايي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.