را روان بهرني سرتېري او د حکومت چوپتیا

08 سلواغه 1396 لیکوال: لمر افغان

د ټرمپ له نوې تګلارې سره سم پر افغان خاوره یو ځل بیا جګړې تودې شوې. ټرمپ پخپله نوې تګلاره کې پر جګړه تمرکز وکړ او په افغانستان کې يې د زرګونو جنګیالیو د زیاتولو پرېکړه وکړه. دا هغه څه وو چې مخکې له مخکې یې وړاندوینه کېده او داسې انګېرل کېدل چې امریکا به افغانستان ته لا ډېر سرتېري را لېږي. په ۲۰۱۴ کال کې چې کله د امریکايي ځواکونو وتل پیل شول، نو ټولو دا هیله لرله چې دغه پوځيان به له افغان خاورې وځي او د دې هیلې به پيدا شي چې هېواد یو ځل بیا د سولې او ورورولۍ پر کور بدل شي. خو د ۲۰۱۵ کال په پيل سره دغه هېلې ورو ورو په سیند لاهو کېدلې. په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت پر امریکا یو ځل بیا تکیه کول پيل کړل او امریکا هم فرصت او حالت ته په کتو په افغانستان کې خپله ازادي ولیده. بهرنیو پوځيانو، چې پخوا یې هم د افغانستان او نړۍ قوانینو ته ځان ژمن نه باله، په دې کلونو کې یې لا ډېرې ناقانونۍ پیل کړې.
له امریکا سره د تړونونو له مخې باید واشنګټن په افغانستان کې خپل پوځيان کم کړي، خو پر ځای به یې د افغان پوځ روزنې او د دوی مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي. خو امریکا دغه تړون ته هم ژمنه نه ده. نه یې افغان پوځ داسې روزلی لکه څنګه چې اړتیا ده او نه یې هم خپل سرتېري په افغانستان کې هومره کم کړي دي. د ملي یووالي حکومت بیا پر امریکا په تکیه کې افراط کوي. څه موده مخکې ولسمشر غني پخپله وویل، چې د امریکا له مرستو پرته افغان پوځ شپږ میاشتې هم دوام نه شي کولی. دا مسئله سمه نه ده، افغان پوځ دوام کولی شي، خو که داخلي دښمن یې وران نه کړي. له بلې خوا د ولسمشر دغه څرګندونه دا ښيي، چې نوموړی پر امریکا څومره متکي دی او څومره پر خپل حکومت ناباوره دی. ولسمشر ته نه وه په کار چې پر دغه جګړه مار هېواد دومره تکیه وکړي.
د ټرمپ له نوې تګلارې سره سم افغان حکومت امریکا ته په هوايي بریدونو کې پوره واک ورکړی دی. ټرمپ هم د دوی واکونه ډېر کړي دي او کولی شي په هر مشکوک ځای برید وکړي. تېر ۲۰۱۷ کال امریکايي ځواکونو پر افغان خاوره تر ۴۳۰۰ ډېر بمونه غورځولي دي. دوی وايي چې بمونه یې پر طالبانو او داعشیانو غورځولي دي خو ملکي وګړي هم په دې بریدونو کې شهید یا ټپيان دي. د یادو شمېرو له مخې بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۵ کال په پرتله په تېر ۲۰۱۷ کال کې دوه برابره ډېر بمونه غورځولي دي. د امریکايي پوځ چارواکي توماس ګرېسبک ویلي دغه هوايي بریدونه د ټرمپ له نوې تګلارې سره ډېر شوي دي. دا یوازې د بریدونو د ډېرېدو مسئله نه ده. د امریکايي چارواکو دغه څرګندونې ښيي چې ۲۰۱۸ به له دې اړخه تر ۲۰۱۷ کال هم خونړی وي او لا ډېر بمونه به وغورځول شي.
بلخوا روان حالات داسې څرګندوي چې افغانستان به د یوې خطرناکې جګړې په ډګر بدلېږي. داسې یوه جګړه چې اصلي هدف یې یوازې امریکا ته معلوم دی او افغان حکومت هم په دې موخو نه دی خبر او شاید هم نه پوهېږي. امریکا تر پسرلي زر نور عسکر افغانستان ته رالېږي خو تر څنګ یې ډېری امریکايي پوځي مشران او سیاسي شنونکي وايي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري. نو که چېرې افغان جګړه نظامي حل نه لري نو بیا د نوو سرتېرو رالېږل څه مانا لري. په افغانستان کې د جګړې د له منځه وړلو یوازېنۍ لاره نظامي فشار او جګړې نه دي، بلکې ډېرې ستونزې دي چې باید د جګړې د درولو لپاره له منځه یووړل شي.
اوس پوښتنه دا نه ده چې امریکا څه کوي ځکه امریکا د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره اوږدمهاله پلانونه لري او د نورو هېوادونو جګړې او ویرونه دوی ته توپیر نه لري. ټول سرمایه داري نظامونه په دې غم کې نه دي چې څوک مړه کېږي او ولې مړه کېږي خو د خپلو ګټو لپاره هرڅه کولی شي. خبره د افغان حکومت ده، چې دوی د افغانانو د ساتنې مسوول دي او ولې د امریکا د اقداماتو پر وړاندې پټه خوله دي. که افغان حکومت په دې باور لري چې افغان جګړه د زور او سرتېرو په مټ نه ختمېږي، نو بیا ولې دلته د سرتېرو د راتګ په اړه هېڅ غبرګون نه ښيي.
د ملي یووالي حکومت دغه چوپتیا د جدي اندېښنې وړ ده. په کراچۍ بندر کې همدا اوس لسګونه امریکايي زرهي ټانګونه ولاړ دي او افغان جګړې ته راوړل کېږي. نوې جنګي او خطرناکې الوتکې افغانستان ته لېږدول کېږي، له ناټو غړو هېوادونو د سرتېرو د ډېرولو غوښتنه کېږي؛ د دې ټولو موخه څه ده؟ افغان حکومت وايي دا کلونه د ترهګرو د ژوند لپاره وروستي کلونه دي، دوی مات شوي دي او د جګړې په ډګر کې یې ماتې خوړلې ده. بیا نو دا د بهرنیو ځواکونو راتګ څه مانا لري او ولې ولسمشر پر خپل پوځ دومره بې باوره دی.
له دې ټولو ښکاري چې په افغانستان کې یوه مرموزه لوبه روانه ده او هر څه د جدي اندېښنې وړ دي. ترهګریز فعالیتونه ډېرېږي، لا ډېرې سیمې د ترهګرو لاس ته لوېږي، د داعش د موجودیت او غړو په اړه ضد او نقیض معلومات خپرېږي؛ دا هر څه د هېواد د راتلونکې لپاره خطرناک دي او د یوې خونړۍ جګړې د پيل زنګونه دي. داعش ډله ځان په افغانستان کې پياوړې بولي او کسانو یې له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی له افغان خاورې په شمالي هېوادونو او روسیه کې خپل فعالیتونه تنظیموي.
د افغانستان جګړه د سرتېرو په راتګ او همدا راز د حکومتي چارواکو په چوپتیا نه ګټل کېږي. که د ملي یووالي حکومت مشران په رښتیا د افغانانو استازي وي او ځان د افغانانو ساتنې ته ژمن بولي نو د دې اړتیا ده چې د امریکا د اقداماتو په اړه ولس ته وضاحت ورکړي او له امریکا سره پر مشخصو اهدافو او هوکړو خبرې وکړي. ځکه دغه ډول مرموز او خطرناک حرکتونه چې اوس روان دي د افغانستان لپاره ښه خبرونه نه شي لرلی. د افغانستان د جګړې د له منځه وړلو یوازینۍ اړخ طالبان یا داعش نه دی. بلکې دلته په نظام کې ستونزې، اقتصادي کمزورۍ، د ملي یووالي په حکومت کې ناندرۍ، تعصبونه، مافیايي کړۍ، مخدره توکي او نور دې ته ورته مسایل هغه څه دي چې په افغانستان کې د ثبات او سولې په لار کې خنډ دي.
بل لور ته په پاکستان کې د افغانستان په اړه د ناسم فکر موجودیت او د دغه هېواد له لوري د ترهګرو ملاتړ هم هغه څه دي چې واضح او ښکاره خبرو ته اړتیا لري. د ملي یووالي حکومت دې نور چوپتیا ماته کړي او له خپلې محافظه کارۍ دې تېر شي. حکومتي مشران دې په نړیواله کچه په رښتینې توګه د افغانانو د خبرو ژبه شي او د دغه هېواد ستونزه دې د تل لپاره حل کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.