ولسمشره! ويښ یې که ویده!؟

10 سلواغه 1396 لیکوال: لمر افغان

په تېره يوه نيمه اونۍ کې کابل ښار د سختو خونړیو پېښو شاهد و. په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو خونړي بریدونه په کابل کې وشول. یوازې په یوه برید کې ۱۰۵ کسه ملکي افغانان شهیدان شول. د جګړې اور ورځ تر بلې تودېږي. تېره ورځ وسله والو یو ځل بیا پر داسې اډه برید وکړ، چې د نورو ښاریانو د امنیت مسوولیت لري. نړیوالې رسنۍ هم د افغان جګړې په اړه ډول ډول تحلیلونه وړاندې کوي. ډېری رسنۍ په دې اند دي چې د افغانستان جګړه د خپل عمر تر ټولو خونړي او خطرناک پړاو ته د ننه شوې ده. د افغانستان په نږدې هره ولسوالۍ کې هره شپه او هره ورځ جګړې او نښتې کېږي. په هر ولایت کې افغان پوځیان تلفات لري. خو په دې منځ کې حکومت د خیر او خیرت خبرې کوي.
سره له دې چې افغان حکومت تل همدا یو شعار لري (طالبان مات شوي، د دوی وروستۍ سلګۍ دي) خو دا مسئله دلته پای ته نه رسېږي. ولسمشر پخپله هم وویل، چې وسله والې ډلې ماتې شوې دي او نور د دې مجال نه لري چې مخامخ جګړه وکړي. لومړۍ خبره خو دا ده چې وسله والو طالبانو هېڅ وخت مخامخ جګړه نه وه کړې، تل یې ورته ترهګریز بریدونه کړي او چریکي عملیات یې تر سره کړي دي. افغان حکومت د کومې بریا خبره کوي؟ ولې له رښتینو زاویو د افغانستان قضیې ته نه کتل کېږي؟ ولې هر څه لکه یوه ډرامه روان دي او کاذب ډاډ افغانانو ته ورکول کېږي.
همدا اوس له کابل ښار پرته په ټولو ښارونو کې وسله وال له خلکو مالیې ټولوي. د ملکي خدماتو ادارې او همدا راز مرستندویې موسسې د وسله والو له اجازې پرته هېڅ ګام نه شي پورته کولی. په غزني، وردګو، کندهار، روزګان، زابل، هلمند او دې ته ورته ډېری سیمو کې د معارف او نورو ملکي خدماتو کنټرول د وسله والو طالبانو په لاس کې دی. نو حکومت د کومې بریا خبره کوي؟ افغان چارواکي ولې په دومره غیر مسوولانه کړنو د افغانانو په ژوند لوبې کوي.
مخالفین لګیا دي له هېواده بهر او په هېواد کې د ننه په ځينو سیمو کې ځان تیاروي، جګړې کوي، د نورو بریدونو تیاری نیسي، خو زموږ استخباراتي ادارې دلته په وړو چارو بوختې دي او په کابل ښار کې یې نظامي مانورونه پیل کړي دي. دغه ادارې لا دا وېره هم خپروي چې دښمن تر دې د خطرناکو بریدونو پلان درلود خو حکومت تر ډېره خنثی کړي دي. که د چارواکو دا خبره رښتیا وي نو بیا تر دې هم ډېر شرم ورته پکار دی. پر کانټېننټل، جمهوریت روغتون، ۱۱۱مې فرقې تر بریدونو به نو خونړي او خطرناک بریدونه څه وي!؟
په دې وروستیو کې ټول افغانان د ملامتیا ګوته حکومت ته نيسي. ترهګر خو همدا غواړي چې موږ ووژني اوس د حکومت مسوولیت دا دی، چې دا ملت او دا خلک وساتي. تر ټولو ډېره نیوکه پر ولسمشر کېږي. د شنبې په ورځ تر خونړي برید وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ د برید د غندلو لپاره یوه خبرپاڼه خپره کړه. زه د خبرپاڼې د کتلو لپاره د ارګ پاڼې ته ورغلم. تاسې یو ځل سر ورښکاره کړئ، خلکو ولسمشر ته په خطاب څه ویلي؟ تاسې په سلو کې یو نظر هم نه شي پیدا کولی، چې هغه دې له ولسمشره دفاع کړي وي. ټولو پر ولسمشر نیوکه کړې ده او هغه یې په خپلو چارو کې پاتې بللی دی.
دا سمه ده چې ولسمشر ټوپک په لاس د خلکو امنیت نه شي ټينګولی، خو له خپلې ملګرتیا تېرېدی شي. خیر خپل ملګري دې خفه کړي هغه دې له دندو ګوښه کړي او وړ کسان دې د امنیتي ادارو په سر کې وګوماري. دا شخصي دوکان یا شرکت نه دی چې خپل ملګري د خوشالۍ لپاره پر څوکیو وساتو. ولسمشره! دا کسان تا د هغو بې وزله افغانانو په قتل کې شریکوي چې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره سهار په لړزانده ګامونه تر ښاره ځان رسوي. ولسمشره! دا کسان تا نور هم وېروي، تا ته وايي چې دا بریدونه تر دې هم خونړي کېدای شي، خو دوی یې مخه نیسي. ولسمشره! تا ته د دې کسانو درې کلنه لاس ته راوړنه څه ده؟ د زنبق څلور لارې برید؟ د دهمزنګ برید؟ د کانټېننټل برید؟ د جمهوریت روغتون مخې ته برید؟ او که پر ۱۱۱ مې فرقه برید؟ ولسمشره! دا څه روان دي؟؟
ته تر دې ډېره له دې خلکو د څه تمه لرې. که دوی وړ کسان دي او دوی پیاوړي دي بیا دا کارونه ولې کېږي؟ د دومره انسانانو د وژل کېدو ځواب څوک وایي؟ او د دې مسوول څوک دي؟ ولسمشره! وېره لرې کړه، ملګري خفه کړه خو د میلیونونو انسانانو ژوند وژغوره. دا د دې ملت د یوه ځوان عذر دی، دا د دې ملت د یوه ځوان د زړه چېغه ده.
نور مو خويندې زموږ په جنازو مه ژړوه. نور مو ميندې زموږ په وير مه کېنوه. نور زموږ کورنۍ مه نیمګړې کوه او نور زموږ د وینو په تویېدو زموږ خونخوار دښمنان مه خوشاله کوه. ولسمشره ته د میلیونونه انسانانو د ژوند د ساتلو مسوولیت لرې. بس دي چې لوږه یې وژني، بس دي چې د هوا ککړتیا یې وژني، بس دي چې مخدره مواد یې وژني، بس دي چې غیر مسوول وسله وال او بې عدالتۍ یې وژني، بس دي چې بې مسوولیته ډاکټران یې وژني. بس دي چې د بېکارۍ او روحي فشارونو له امله ټول افغانان په خپلو وجودونو کې مړه شوي دي.
ولسمشره که وېښ یې او د دې ملت غږ اورې، نور پاڅه او د خپلو شاوخوا خلکو په خبرو باندې تکیه مه کوه. دوی هغه کسان دي چې د تېر حکومت عقدې لري، دوی پر واک د پاتې کېدو لپاره تا ته هر تصویر جوړولی شي او په هر کار لاس پورې کولی شي. دوی د ځان خیر غواړي د خپلو څوکیو او کورنیو خیر غواړي. ستا په شاوخوا کې داسې کسان دي چې په تېر حکومت کې یې له واکه د لرې کېدو درد لیدلی دی. ښايي دوی تا ته داسې انځورونه رسم کړي چې ستا باور ورباندې راشي، خو لطفاً د ولس غږ واوره. لطفاً فېسبوک ته سر ورښکاره کړه او پر خپله خپره کړې خبرپاڼه د ځورېدلي ولس خبرې ولوله.
ولسمشره! که وېښ یې، موږ نور د خونخوارو وحشیانو له منګولو خلاص کړه. جدي اقدام وکړه، ترهګر وځپه، د سولې او جګړې لپاره روښانه کرښې را کاږه او تر اقتصادي سم سمکي مخکې امنیت او زموږ د ژوند غمه وکړه. اقتصاد وروسته جوړېږي، چې کله امنیت وي په پنځو کلونو کې د افغانستان پرمختګ ته ټول ګوته په غاښ کېدای شي. خو که امنیت نه وي نو شته پانګه او شته کارو بار به دې هم سقوط وکړي او ټولې اقتصادي طرحې به د مېز پر سر درته پاتې شي. دا پاڼې به د افغانانو په وینو درته لمدې کړي او راښکلې کرښې به دې ورانې کړي. ولسمشره د ملت غږ واوره!

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.